په اسلام کي د ژوند تیرولو بنسټیز اصول

ژباړه : حاجي عبدالهادي (عمري)

مومن په حقیقت کي هغه کس دی چي په زړه سره دالله تعالی وحدانیت،دالله تعالی درسول او دهغه پر ټولو را وړل سوو عقایدو او احکامو باندي غیر متزلزل یقین ولري . نوموړي ته ددې پوخ یقین او ایمان وي چي الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم چي کوم احکام انسانانو ته ورکړي دي هغه د دین او دنیا دبریالیتو ضمانت کوي ، ددې ایمان اړینه غوښتنه داده چي انسان خپل ټوله ژوند دالله تعالی او دهغه درسول دلارښوونو سره سم تیر کړي دکومو خبرو چي ده ته امر سوی دی هغه پر ځای کړي او دکومو څخه چي منع سوی دی د هغو څخه ځان وژغوري .

دمومن بنسټیز صفت دادی چي دده ژوند به دالله تعالی د رضا مطابق وي . نوموړي د هرکار او حرکت څخه وړاندي ګوري چي دالله تعالی له لوري ددې کار کولو اجازه سته که یا ،که اجازه وه نو هغه کار ترسره کوي او که نه نو ځان ساتي ددې ژوند نوم دي( دالله تعالی د رضا مطابق ژوند تیرول) .

دا دمومن هغه بنسټيز صفت دی چي له دې سره نور ټول نیک او ښه صفتونو په نوموړي کي په خپله راځي . الله تعالی چي څومره احکام خپلو بندګانو ته ورکړي دي دهغو ټولو هدف دادی چي انسان له بدو خویونو څخه پاک او په ښه خویونو عادت سي ،کله چي یو انسان دالله تعالی د ټولو احکامو پابندي کوي معلومه خبره ده ټول ښه صفتونه به په انسان کي خامخا پیدا کیږي.

د مومن هغه صفتونه چي دالله تعالی په اطاعت کي پیدا کیږي بیشماره دې چي په دومره وړه لیکنه کي يې راوړل امکان نه لري خو که په بنسټیز ډول ورته وګورو نو د مومن صفات په ځانګړې ډول پر پنځو برخو باندي ویشل سوی دی .

(عقاید ـ عبادات ـ معاملات ـ معاشرات او اخلاق)
۱ـ عقاید: په دي برخه کي د مومن بنسټيز صفت الله تعالی په قران کي بیان کړی دی.

ژباړه : دا هغه خلک دي چي ایمان لري پر هغو لار ښودنو چي پر تا نازل او ترتا وړاندي پر نورو رسولانو نازل سوي دي او پر اخرت یقین لري .

د مومن ددې صفت هدف دادی چي الله تعالی دخپلو انبیاوو په زریعه جنتي عقاید او جنتي لارښووني نړۍ ته رالیږلي دي ددې ټولو د منلو سره سره باید ددې خبري پوره یقین وي چي له مرګ وروسته د هر یوه عمل جواب ورکول لازمي دي .
ددې یقین په لرلو سره هغه نه د شپي په تیاره کي او نه دځنګل په یواځيتوب کي تر خپله وسه دداسي عمل مرتکب کیږي چي په اخرت کي د دالله تعالی په وړاندي شرمنده ولاړ وي .

عبادات : په دي کي د مومن صفت دادی چي نوموړی يواځی او یواځي ځان دالله تعالی بنده ګڼي ،دالله تعالی څخه پرته نه له چا مرسته غواړي او نه له چا وهم او بیره لري همدارنګه نه بل څوک قدرت او اختیا ولا ګڼي څومره عبادت چي الله تعالی دنوموړی پر غاړه ایښي وی هغه په پوره اخلاص ، عاجزي او په یو لوړ احساس سره ادا کوي څنګه چي الله تعالی فرمايي .

بریا هغه مومن ترلاسه کوي چي په خپل لمانځه کي خشوع او عاجزي کوي .

بل ځای فرمايي : کوم خلک چي د الله تعالی پر خبرو ایمان لري د خپل رب سره شریک نه نیسي دالله تعالی په لاره کي چي څه ورکوي هغه په دي ‌ډول ورکوي چي زړه يي له دې خبري څخه په وهم وي چي دخپل رب لوري ته به په کوم حالت کي ورځي ځکه نو په نیکو اعمالو کي وړاندي والی کوي .

مطلب دا که دالله تعالی دبدني عبادت خبره وي او یا دالله تعالی په لاره کي دمال ورکولو خبره وي دمومن صفت دا وي چي په دي کي وړاندي والی کوي .

معاملات: په دي برخه کي مومن باید ریښتنولي او پر وعده وفا کول خپل د ژوند عادت جوړ کړي له چا سره د دوکي ،فریب او چل معامله ونه کړي ، دچا دحق دغصب کولو فکر نه وي ورسره څنګه چي الله تعالی فرمايي (هغه مومن بریا موندونکی دی چي دامانتونو ساتونکی او د وعدو پوره کونکی وي).

دامانت لغوي معنی هره هغه څه ته شامل دي چي کوم مسولبت چا پر غاړه واخیست په دي سره په نوموړي باور وسو او نوموړی باید دا باور مات نه کړي دداسي امانتونو ډير ‌ډولونه دي ځکه نو قران کریم د جمع په صیغي سره یادونه کړې ده ددي لپاره چي د امانت ټول ډولونه پکي داخل سي ، په دې کي مالي امانتونه راځي چي څوک چاته یو مالي امانت کښیږدي باید په ښه ډول بیرته ورو ورسیږي له دي پرته که یو څوک له چا سره دراز خبره وکړي هغه هم دده سره امانت ده د شرعي عذر پرته باید دا خبره ښکاره نه کړي ځکه دا هم په امانت کي ستر خیانت ګڼل کیږي .

دغه رنګه که یو کار کوونکي دیوچا سره مزدوري ونیسی نو دا کار دامانت په ډول نوموړي ته سپارل سوی دی نوموړی مزدور باید له مالک سره په کار او وخت کښي امانت ساتونکی وه اوسي

له دي ټولو معلومه سوه چي امانت یو دروند بار دی او دا بار پورته کول د مومن مسولیت دی.

دغه ډول د وعدي په پوره کولو کي هم د معاملاتو مختلف ډولونه داخل دي د مومن صفت دادی چي نوموړی باید هغه وعده پوره کړي چي کوي يې دمعاملاتو پاکوالی امانت داري او دوعدې پوره کول هغه ځانګړتیا ده چي دمسلمانانو ددې اعمالو په لیدلو سره ډیری د نورو ادیانو پیروان اسلام ته را اوښتي دي او داسلام مبارک دين يې قبول کړی دی.

په عباداتو کښی که کومه نیمګړتیا را منځته سي نو جبیره يې په توبې سره کیږي خو په معاملاتو کي یواځي توبه بسنه نه کوي ترڅو دحق خاوند ته حق ور ونه رسیږي او یا هغه په خپله خوښه بخښه وکړي

د ژوند څلورمه برخه د معاشرې یا ژوند تیرولو برخه ده په دي برخه کي دمومن دبنسټيز صفت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ☹مسلمان هغه دي چي دهغه له لاس او ژبي څخه نور خلک محفوظ وي) ( او مومن هغه دی چي نور خلک دده څخه د خپل مال او ځانه خطر احساس نه کړي )

په اسلام کي د ژوندکولو نظام ټول پر دې را ګرځي چي مسلمان ټول وخت دا یاد وساتي چي دده څخه چاته کوم جسماني یا نفسي اذیت ونه رسیږي.

یوچا ته دزړه ازاروونکي خبري کول ،دچا غیبت کول، چغلي کول پر چا بدګماني کول، دچا عیبونه لټول او بیله اجازي د چا په مجلس کي ځان داخیلول دا ټولي هغه ګناهوي دي چي قران کریم په صریحو الفاظو منع کړي دي .

د یو مومن صفت دادی چي د ټولو داسی خبرو څخه ځان وژغوري او ځان ته داسلام یوه سیده لاره وټاکي

وروستی برخه د اخلاقو ده : په دي برخه کي درسول الله صلی الله علیه وسلم لار ښوونه داد ( دهغو خلکو ایمان مکمل دی چي ښه اخلاق ولري )

د ښو اخلاقو هدف دادی چي په انسان کي دتکبر پر ځای عاجزي ،دبخل پرځای سخاوت ،د قهر پر ځای رحم ، دتلوار پرځای صبر او تحمل ، دبدو خبرو پرځای نیکي خبري ، دفحش خپرولو پرځای دعفت او ابرو ساتني روحیه او احساس موجود وي.

خلاصه خبره دا چي په انساني شرافت پوري چي څومره تړلي صفات دي هغه باید په مومن کي موجود وي ، په کوم چا کي چي څومره دا صفات نیمګړي وي هغومره يي د ایمان په تکمیل کي نیمګړتیا ده . خدای نکرده که څوک له دي صفاتو څخه محروم وي نو داسی وګڼی چي د ایمان له حقیقي مصداق څخه محروم دی که څه هم نوموړی ته په نوم مسلمان وویل سي .

الله تعالی دي موږ ټول په دي حسنه صفاتو موصوف کړي ځکه دا د ایمان اړینه غوښتنه ده او ددې صفاتو په لرلو سره دقرون اولی مسلمانانو خپل بیرغ پر ټولي نړۍ رپانده وساتی او دا صفات د مسلمان ددنیا او اخرت بریالیتوب ګڼل کیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د