دیني، سیرت او تاریخ

غسل اړوند څلورم درس

احمد الله عاطفي
د حیض په غسل کې د کوڅیو پرانستل
دامام احمد حنبل او یو شمیر نورو علماوو مذهب دی چې ښځي به دحیض په غسل کې کوڅۍ پرانیزي ،ځکه چې حیض په تکرار سره نه وي او جنابت په تکرار سره وي،او هم دلیل نیسي،چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دحیض په غسل کې دویښتانو په خوزولو او مساچ کولو سپارښتنه کړي ده، څرنګه چې اسمأ رضی الله عنها پوښتنه کړي او په ځواب کې فرمائیلي ، قال( صلى الله عليه وسلم ): وتصب الماء على شعرها وتدلكه دلكا شديداً. قاله في غسل الحيض، وأما في الجنابة فقال( صلى الله عليه وسلم ): (فتدلكه دلكا) ولم يقل: شديداً.

دا مبارک حدیث حضرت عایشه صدیقه نه روایت دی،خو دا بي بي، اسمأ بنت ابوبکر نه بلکه له انصاروڅخه یوه مبارکه صحابیه دی.

همدا راز داُم المومنین حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنها)واقعه دلیل نیسي کله چې په حجةالوداع کې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سر دحج په سفر کې ملګرۍ وه او دحیض په تکلیف ناروغه شوه،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته ئې دخپلې ناروغۍ عرض وکړ هغه مبارک وفرمائیل : ویښتان دپرانیزه سر ګومنز کړه!.

ابن ماجه دغسل کلمه زیاته کړیده: لقوله (صلى الله عليه وسلم) لعائشة انقضي شعرك واغتسلي.(رواه ابن ماجه)
په جوهر کې دحضرت امام احمد قول دی چې ښځوته دجنابت په غسل کې داُوبدل شويو کوڅیوپرانستل واجب نه دي،خو دحیض په غسل کې لازمي دي.

دارقطني والبيهقي من حديث مسلم بن صبيح عن أنس قال‏:‏ ‏قال رسول اللَّه (صلى اللَّه عليه وآله وسلم): إذا اغتسلت المرأة من حيضها نقضت شعرها نقضًا ‏وغسلته بخطمى وأشنان فإذا اغتسلت من الجنابة صبت على رأسها الماء وعصرت‏.‏

ژباړه:وفرمائیل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):کله چې زنانه دحیض له ناروغۍ نه دوتوغسل کوي خپل ویښتان دپرانیزي،په خطمي اواشنان دووینځي،کله که دجنابت غسل کوي په سر داوبه واچوي،پنډي دکړي.

امام نخعي قول هم دویښتانو په پرانستلو تاکید کوي.
دصلاة البقالي مصنف(زین المشایخ،ابي القاسم،برهان الایمه المتوفی۵۶۶،هجري قمري) قول دادی چې که کوڅۍ تر پښو هم اوږ دې وي لمدول او وینځل ئې لازمي دي.

دحضرت حسن او حضرت طاؤس قول دی :ښځوته دحیض په غسل کې دکوڅیو پرانستل ضروري دي او دجنابت په غسل کې لازم نه دي.

دجعفریه فقې زیاتره علما په ټولو فرضي غسلونو کې دویښتانو په وینزلو او بیخوته ئې داوبو په رسولو او مږلو داحتیاط لامله دوجوب فتوی ورکوي.

حیض او جنابت غسل کې کوڅیۍ نه پرانستل
یوه ډله ایمه مجتهدین او علما وو فتوی او قول دادی چې په ښځو باندې داوبدل شویو کوڅیو پرانستل او لمدول نه دجنابت په غسل کې واجب دی اونه دحیض او نفاس په غسلونو کې په دې شرط چې دویښتانو بیخوته ئې اوبه ورسیږي.

مبسوط کې داُم المومنین حضرت اُم سلمه مبارک حدیث په دلیل فتوی دی چې دغسل په وخت کې ښځو ته دکوڅیو پرانستلو او لمدولو وجوب باقي نه پاته کیږي.

کوم علما،چې دجنابت اوحیض په غسل کې دښځو داُوبدل شویو کوڅیو دنه پرانستلو فتوی ورکوي لاندي دلائیل وړاندې کوي…
لمړی ستر دلیل داُم المومنین حضرت اُم سلمه(رضی الله عنها) مبارک حدیث،چې مسند عبد الرزاق روایت کړي دي …

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ(رضی الله عنها) قَالَتْ : قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي امْرَأَةٌ أَشُدُّ ضَفْرَ رَأْسِي فَأَنْقُضُهُ لِغُسْلِ لِلْحَيْضَةِ والْجَنَابَةِ، قَالَ(صلی الله علیه وسلم) : لَا إِنَّمَا يَكْفِيكِ أَنْ تَحْثِي عَلَى رَأْسِكِ ثَلَاثَ حَثَيَاتٍ ثُمَّ تُفِيضِينَ عَلَيْكِ الْمَاءَ فَتَطْهرِينَ.

ژباړه:حضرت اُم المومنین اُم سلمه(رضی الله عنها) نه روایت دي چې وائي:ما حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض وکړ یارسول الله(صلی الله علیه وسلم)! زه داسۍ ښځه یم،چې دخپل سر ویښته کلک تړم( کوڅۍ کوم) ایا دجنابت او حیض غسل لپاره ئې پرانیزم؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل: نه، تاله همدومره کفایت کوي چې پخپل سر دري لپې اُوبه واچوۍ بیا پخپل ټول بدن اوبه تیرې کړه، ته پاکه شوې.

دویم دلیل:عَنْ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ، قَالَ: بَلَغَ عَائِشَةَ، أَنَّ عَبْدَ اللهِ بْنَ عَمْرٍو يَأْمُرُ النِّسَاءَ إِذَا اغْتَسَلْنَ أَنْ يَنْقُضْنَ رُءُوسَهُنَّ، فَقَالَتْ: يَا عَجَبًا لِابْنِ عَمْرٍو هَذَا يَأْمُرُ النِّسَاءَ إِذَا اغْتَسَلْنَ أَنْ يَنْقُضْنَ رُءُوسَهُنَّ، أَفَلَا يَأْمُرُهُنَّ أَنْ يَحْلِقْنَ رُءُوسَهُنَّ؟! لَقَدْ كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَرَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ، وَلَا أَزِيدُ عَلَى أَنْ أُفْرِغَ عَلَى رَأْسِي ثَلَاثَ إِفْرَاغَاتٍ. (صحیح مسلم)

ژباړه:صحیح مسلم روایت دی:حضرت عبید بن عمیر وايې: اُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) ته داخبره ورسید چې حضرت عبدالله بن عمرو ښځوته آمر کړی چې کله غسل کوئ کوڅۍ پرانیزئ.

اُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) وفرمائیل: زه حیران یم دابن عمرو په دې حکم چې ښځي به دغسل په وخت خپلې کوڅۍ پرانیزي، ولي دا حکم نه کوي چې خپل سرونه وخرئې؟

ده مبارکۍ وفرمائیل: ما او حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له یوه لوښي نه غسل کوو، چې په سر مې له درې لپو اُوبو نه زیات نه اچول.

هغه علما ءکرام چې دحیض په غسل کې دکوڅیو په پرانستلو قانع دي، وايې:ددې مبارک حدیث دوقوع او محل نه څرګندیږې چې داغسل دجنابت څخه و نه دحیض غسل.(والله اعلم)

یادښت: ځینې مراجع دحدیث په متن کې دعبد الله بن عمرو پر ځای عبدالله ابن عمر(رضی الله عنهما) لیکي،حال داچې دا حضرت عبدالله بن عمرو(رضی الله عنهما) بن عاص بن وائیل سهمي،چې دقریشو دسترو کورنیو څخه و،عمرو بن عاص دقریشوذهین نطاق او ستر سفیر و،دقریشو نماینګې او سفارتي دنده ئې په حبشه کې تر سره کړه چې دمسلمانو مهاجرینو ستنولو لپاره تللی و،دهجرت په اتم کال دمکې له فتحي وړاندې ،کله چې قریش داحزابو له جنګه په ماتي او مایوسی سره بیرته وګرځیدل ،عمرو بن عاص اوخالد بن ولید (رضی الله عنهما) سره ئې یو ځای مدینې ته هجرت وکړ،ایمان ئې راوړ او په سترو غزواتو کې برخه اخستي ده او هم دمصر فاتح اوآمیر وو، ځوی ئې حضرت عبدالله ستر محدث فقي، او له الله (جل جلاله) څخه ډیر ویرېدونکی عابد او متقي و،داحادیثو کاتب و، حضرت ابو هریره فرمايې: زما او دعبدالله ترمینځ دومره توپیر وچې هغه د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارکه حدیث لیکل او مانه لیکل،دعلامه الشیخ محدث دهلوي په قول دی له خپل پلاره دولس کاله کشر و، (والله اعلم)

امام نووي(رحمه الله) ددي مبارک حدیث په اړوند لیکي: عبدالله ابن عمرو (رضی الله عنهما) چې ښځوته دویښتانو پرانستلو وینا کړي، البته هغه ګڼ ویښتانو په بابله به وي، چې بیخوته ئې اُبه نه رسیدل او یابه دهغه مذهب همدا وي اویابه داُم المومنین حضرت اُم سلمه (رضی الله عنها) حدیث ورته نه وي رسیدلی.

هغه حضرات چې دغسل لپاره دښخو دکوڅیو پرانستل واجب نه بولي،ټول هغه مبارک احادیث چې دحیض په غسل کې دویښتانو پرانستلو، په اشنان او خطمي وینزلو روایتونه شوي، واجبي آمر نه بلکه استحبابي آمر ګڼي، دپاکوالي او نظافت لپاره.

دوي داُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) په حجةالوداع کې دناروغۍ په اړونددصحیح مسلم او صحیح بخاري احادیث دلیل وړاندې کوي چې له اُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) نه روایت دی، دامبارکه فرمايې:زه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سره یوځاي دحج په سفرمکې ته راغلم ،ما دعمرې احرام تړلی ودحیض ناروغۍ لامله مې نه طواف دبیت الله وکړ اونه مې د صفا او مروی ترمینځ تګ راتک،تر دي چې دعرفې شپه راغله، ما حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته دناروغۍ شکایت وکړ،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل:( انقضي رأسك وامتشطي .( متفق عليه)

ژباړه:سردخلاص کړه(یعنې دسرویښتان دپرانیزه) او ګومنز ئې کړه.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) اُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) ته وفرمائیل: چې عمره پریږ ده دحج نیت او احرام وتړه.

دابن ماجه په روایت کې همدا مبارک حدیث کې دغسل جمله اضافه شوي ده(لقوله (صلى الله عليه وسلم) لعائشة انقضي شعرك واغتسلي (رواه ابن ماجه بإسناد صحيح)

ددي حضراتو په قول چې،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دعمرې احرام ماتلو په لړ کې دسر خلاصولو او ګومنز هدایت کړی، که دغسل هدایت ئې هم کړی وي؟ استحبابي دی نه واجب، ځکه چې اُم المومنین حضرت عائشه صدیقه(رضی الله عنها) له حیض نه پاکه شويې نه وه بلکه دحیض په حالت کې وه، داحکم استحبابي دی داحرام لپاره، ددي خبرې بل دلیل دادی چې حضرت اسمأ بنت عُمیس ماشوم پیداشو په داسې حال کې چې دی نفاسه وه ،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ورته داحرام تړلو په خاطر دغسل کولو آمر وکړ…

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ نُفِسَتْ أَسْمَاءُ بِنْتُ عُمَيْسٍ بِمُحَمَّدِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ بِالشَّجَرَةِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَبَا بَكْرٍ أَنْ تَغْتَسِلَ فَتُهِلَّ ‏. (رواه مسلم)

ژباړه:له سیده عایشه صدیقه (رضی الله عنها) نه روایت دي چې وايې: اسمأ بنت عُمیس( دابې بکر صدیق ماندینه) دذوالحُلیفې په سفر کې، دمحمد بن ابي بکر په ولادت نفاسه شوه.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ابو بکر صدیق ته وفرمائیل: اسمأ دغسل وکړي،لبیک دووايې.

دحجةالوداع په سفر کې حضرت صدیق اکبر او دهغه میرمن اسمأ بنت عمیس په داسي حال کې ملګري وو، چې اسمأ حامله وه او په ذوالحلیفه کې (محمد بن ابوبکر ) وزیږوو، ابوبکر صدیق ،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خبر کړ او دحج مناسکو اداکولو لپاره ئې هدایات وغوښتل،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمائیل: اسمأ دغسل وکړي او احرام دوتړي تلبیه دووايې،ټول مناسک دادا کړي پرته دبیت الله له طوافه،کله چې دنفاس له ناروغی روغه شوه ،دبیت الله طواف (طواف زیارت) د پوره کړي.

دلته هم دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دغسل کولو حکم استحبابي دی نه واجبي، اودا غسل داحرام تړلو دحرمت او عزت لپاره دی،څرنګه ئې چې دحیض په دوران کې سیدنا عایشه صدیقه(رضی الله عنها) ته هدایت وکړ.

همدا راز په نورو حدیثونو کې چې دحیض په غسل کې دسر خلاصولو آمر شوی هغه هم استحبابي حکم دی نه واجبي، ځکه دحیض موده له دري ورځونه تر لسو ورځو پورې وي په دي موده کې سر او دسر ویښتان پاکوالي او نظافت ته اړوي.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)دپاکوالي او نظافت په بابله توجه درلوده تل ئې خپل بدن، لباس او چاپیریال پاک
ساته او نوروته ئې سپارښتنه کوله، او هم ئې دپاکوالي راوستو په اجناسو او لوازمو تر لاسه کولو او استعمال هدایات ورکول،چې زیاتره ئې استحبابي احکام دي.(والله اعلم)

که هغه وخت کې دبیرې پاڼو،خطمي او اشنان څخه ګټه تر لاسه کیده اوس دور کې صابون او شامپو دهغه ځای نیولی.

دبحث او مسئلې له پای نه وړاندې دامام نووي (رحمه الله) غوره او جامع قول…
امام نووي(رحمه الله)فرمايې زما او دجمهورو علماوو مذهب دادی،په هر حالت که په غسل کې دکوڅیو ترمینځ او بیخوته ئې اُوبه رسیږي دکوڅیو پرانستل ضروري نه دي ،که دګڼوالي لامله دویښتانو بیخوته اوبه نه رسیږي ،پرانستل ئې ضروري دي.

ددي ټول مبارک بحث،څیړنې او اقوالو ته په توجه سره، پرته له معقول او ضروري عذر نه ښځي باید دحیض او نفاس په غسلونو کې احتیاتاً کوڅۍ پرانیزي خپل سر او ویښتان،دټول بدن په شمول په ښه توګه په صابون، شامپو او ورته شیانو ووینځي، تر څو داختلاف، اشتباه او وسوسونه عافیت ترلاسه کړو. (والله اعلم)

جنابت غسل کې به نارینه ویښتان پرانیزي
دهغه نارینه چې ویښتان ګڼ اوږده،اُوبدل شوي یا کوڅۍ وي باید دجنابت په غسل کې پرانیزي، ویښتان او دویښتانو بیخونه دښه ووینځي.

په یاد ولرئ چې دکوڅیو نه پرانستل او دویښتانو، نه لمدولو امتیاز او سهولیت یواځي ښځوته دی ،نارینه به په هر حالت کې دخپل سر ویښتان ښه وینځي سره ددي چې دویښتانو بیخو ته ئې اوبه رسول هم لازمي دي،خپله ویښتان به هم په لمدولو وینځي چې کوم ویښته وچ پاته نه شي.

پرته له څوتنو علماوو چې هغوئ داُم المومنین حضرت اُم سلمه مبارک حدیث په استناد دلیل وائې چې دلته حکم عام دی دښځۍ او نارینه توپیر نه دی بیان شوی،دجمهورو ایمه کرامو او علماوو قول دي چې نارینه به ویښتان وینځي او بیخوته ئې اوبه رسول هم ضروری دی …

ددوئ دلیل دحضرت ثوبان دپوښتنې ځواب چې په دي اړوند ئې له حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) اوریدلی:
حديث ثوبان أنهم استفتوا النبي صلى اللَّه عليه وآله وسلم فقال‏:‏ ‏أما الرجل فلينشر رأسه فليغسله حتى يبلغ أصول الشعر وأما المرأة فلا عليها أن لا تنقضه‏. ( أخرجه أبو داود)

ژباړه: حضرت ثوبان (رضی الله عنه) درسو الله(صلی الله علیه وسلم) نه دنارینه او ښخو دغسل په ترکیب کي دویښتانو پرانستلوپه اړوند پوښتنه وکړه؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل:نارینه به دغسل لپاره خپل ویښتان پرانیزي، ښه به ئې وینځي او بیخوته به ئې اوبه رسوي، ښځوته د ویښتانو پرانستل ضروري نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x