نظــر

باده زه هم د اشنا د عشق يادګار يم!

لطف الله خيرخوا
کالم- نکات

کټ مټ لکه مهاجر جانان(صلی الله عليه وسلم) چې د مکې د مشرکينو خبرلوڅ چاپېريال کې تر مدينې بې ترهې ونه ورسېد..همدغسې د امريکا سترګې سترګې زيره‌خورو د اول ګل مجاهد حرکات وڅارل..کټ مټ لکه د مکې مشرکينو چې د مهاجر جانان(صلی الله عليه وسلم) د هيڅ خپلوۍ او لوظ پام نه درلود..همدغسې لويديزو تالي‌څټو د اول ګل مجاهد هره اړيکه بابېزه وګڼله..کټ مټ لکه علي رضي الله عنه چې ځان د مهاجر جانان(صلی الله عليه وسلم) امنيتي تدبير ته نذرانه کړ..همدغسې اول ګل مجاهد د دې وخت د جهاد روحِ روان کاروان ته خپل ژوند صدقه کړ..

د اول ګل مجاهد د شهادت شپږم تلين دی، چې په دوه زره يوولسم کال د فرورۍ په دوهمه نېټه په ګوانتانامو زندان کې شهيد شو. اول ګل مجاهد د اسامه بن لادن تقبله الله او ايمن الظواهري حفظه الله د ساتنې او په مصئونه توګه ويستنې په جرم زنداني شو..داسې مهال يې په خپل نارينتوب د اسلامي ورورولۍ قيمت ته غاړه ورکړه، چې د يرغل د ژبغړاندو لمبو تپ د نړۍ د هر ګوټ د نرښځيو زړه وريتاوه..

اول ګل مجاهد يرغه يرغه ووت…کاڼو کې يې لار وويسته…د نړۍ‌والو ترهوونکی طلسم يې په داسې مېړانه مات کړ، چې جادوګر ارواپوه به يې لا په ژورو کې هم د وېرې څرک نه و حس کړی..او داسې ترهوونکی طلسم چې زيره‌خور نرښځي يې لا اوس په کيسه اورېدو زاره چاودي کيږي..

داسې بريښي لکه لايزال جل جلاله چې دی يوازې همدې شهکارۍ ته پيدا کړی و..څه کم و زيات دېرش کاله به يې جهادي تدريباتو کې تېريږي…سړې تودې به ويني..جهادي سټه به يې د سترو اتلانو په روزنه پالل کيږي…سيمه‌ييزو جهادي مناورو کې به طبع‌ازمايي کوي…کله چې يې طبع په جهاد بدله شي او کله چې يې طبع ماديت ته په تمامه معنی “نه” ووايي…دغه مهال د ده د ژوند مقصد دی او دغه مهال دی داسې مسئوليت ته اوږه لاندې کوي، چې يوازې “کمالِ اداء” يې د امت مړژواندي کالبوت ته ساه ورکوي…

همدغه شېبه ده…شهيد اسامه او ايمن الظواهري د ده موټر کې ناست دي…دواړو مرمۍ تېرې کړي…ګوته پر ماشې..تر خپلې وسې د نږدې هر ليدل‌کېدونکي موجود حرکات څاري…موټر لس مترۍ کې پنا ولاړ دی…اول ګل مجاهد خپله ډکه تمانچه منګُل کې ټينګه نيولې…د امريکا زيره‌خور قومندانان ورسره په تود بحث د مادياتو لوېدلی قيمت لوړوي…د سرغړونې صورت کې ورته د اعلان شوي دوزخ وعيد ورکوي…

– ګوره معلمه! په خدای..داسې درباندې پوه يم، لکه دې لمر ته چې ګورم..سړی وښيه، دې کې دې خير دی..

– حاجي صيب! اعتبار دې کيږي، چې له ښاره وتی تماسونه مې ورسره قطع دي..

– معلمه! دې خلکو سره نه کيږي..سر زوري مه کوه، په خدای چې خپل خلک درباندې شاهدي وايي..مه کوه ګوره!

– نو زه درته څه وايم؟ چې راته معلوم وی، تا نه خو يې نه پټوم، زموږ ستاسې دا دومره عمر ملګرتيا تېره شوې کله مې درسره ناځواني کړې؟

زيره‌خورو په دې سواليه فکر ونيو : “کله مې درسره ناځواني کړې؟”. دوی پوهېدل چې اول ګل مجاهد ناځوانه نه دی…دی ملګرتيا کې تر نيمې لارې نه ځي…دی تر منزله ځان رسوي…هيڅ وعده او هيڅ پَټَکه به يې لار وربدله نه کړي…قومندان چورت وهي او هماغې لس متره لرې پنايۍ ته ورګوري، چې موټر په کې ولاړ دی…اول ګل مجاهد هر نظر او هر حرکت څاري…ساحه د څو قومندانانو باډي‌ګاردانو محاصره کړې…اول ګل مجاهد هغه قومندان ته ګوري، چې خطرناکې پنايۍ ته په ځير ځير ګوري…دا مهال د ده ذهن ته د همدې قومندان دا جمله د خطر زنګونه وهي چې : ګوره معلمه! په خدای..داسې درباندې پوه يم، لکه دې لمر ته چې ګورم..سړی وښيه، دې کې دې خير دی..

اول ګل مجاهد کري او ريبي، چې پرې ورمخکې شم او که وګورم، چې څه کوي؟ يو وار خو يې کلِمه تېره کړه، چې دا درې خو وغځوه…بيا يې زړه وتمباوه، چې مه! که خبر وای دومره صبر يې نه کېده…قومندان مخ ورواړاوه :

– معلمه! ښه فکر وکړه، کېدی شي بيا مو داسې ليده کاته ونه شي. که له کومې پېښې مخکې دې سړی ونه سپاره يا دې ځای ونه ښود..بيا ونه وايې!

– زړه يې تکيا شو..”بيا” ته يې هيڅ چورت ونه واهه، فقط همدومره يې وويل : توکل په خدای چې څه مقرر وي.

قومندانان او باډي‌ګاردان سره ټول شول…غر پر شو کروزينان او ډاټسنې يو بل پسې تېزې تېزې ووتې…اول ګل مجاهد لکه غر هسې ولاړ و..تر هغه بې ځايه نه شو، چې ټول خلک ووتل، کراري شوه او ان د کروزينانو ګردونه هم پر نږدو ونو بوټو نابللي مېلمانه شول..

دغه د پينځلسو شلو دقيقو جريان کې به خدای پوهيږي، چې شهيد اسامه او ظواهري څه فکر کړی وي؟ دوی به هم لکه اول ګل مجاهد کرلي او رېبلي وي..څه روان دي؟ دا څه سره وايي؟ الله! دا خلک پر اول ګل مجاهد څومره سره سره کيږي؟ اول ګل مجاهد به مادې او رُعب ته ټينګ شي؟…استغفرالله!.. اول ګل کله بې‌ايمانه کړې؟ الله!…ټينګار او صبر ورکړې!…

څومره فاصله ده؟ که کوم کس په کې فقط څو ګامه وړاندې راشي…څو ګامه…هو څو ګامه ټوله معرکه پر بله اړولی شي…څو ناخبره ګامونه “نړۍوال” دروغ د حقيقت قالب ته ننوستی شي…فقط څو ګامه! د الله جل جلاله نصرت و…څو دقيقې وروسته اول ګل مجاهد په خپله موټر ته کېناست او د امت رهبران يې په بهسودو پله ورواړول…

په دومره ويړه نړۍ کې ډېر انسانان له وېرې او رُعبه نه ځايېدل، چې د دغو درې کسانو سينو کې زړونه څنګه کرار ول؟

زړه!!…ايمان!!..
دغو شېبو د اول ګل مجاهد ژوند هغومره قيمتي کړ، چې تعبير يې ګران دی…يو حديث شريف کې د انسانانو په اړه راځي، چې انسانان لکه سل اوښان داسې دي، چې ان يو د کار اوښ په کې په ډېره سختۍ موندل کيږي : «إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ المِائَةِ، لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً». د حديث په اړه شارحين ليکي، چې خلک تل په همدې ډول وي، سره له دې چې ښه ډېر به وي، خو کوم يو که په کې د شهکاريو څښتن شي…رښتيا هم اول ګل مجاهد د دغو بلا ډېرو خلکو تر مينځه داسې شهکاري وکړه، چې د دنيا هيڅ ميزان يې درنښت نه شي تللی.

د اول ګل مجاهد د غو شېبو قيمت په يو بل حديث کې هم ښه روښانه کيږي. يو صحابي پېغمبر عليه الصلاة والسلام نه پوښتنه وکړه، چې ای د الله رسوله! څه وجه ده، چې عام مؤمنان به د قبر د سوال او ځواب وېره ترهه ګالي، خو شهيد به يې نه ګالي؟ هغه عليه الصلاة والسلام ورته وويل : هغه وېره ترهه بس ده، چې د شهيد پر سر د تورو پړکا زېږولې وه : أَنَّ رَجُلًا قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا بَالُ الْمُؤْمِنِينَ يُفْتَنُونَ فِي قُبُورِهِمْ إِلَّا الشَّهِيدَ؟ قَالَ: «كَفَى بِبَارِقَةِ السُّيُوفِ عَلَى رَأْسِهِ فِتْنَةً».

د اول ګل مجاهد پر سره خو يوه توره نه وه…ټوله نړۍ غړمبېدله…د ټولې نړۍ د اسمانڅکو الوتکو کړنګهار و…زيره‌خواره ورسره بدرګه ول…يو يو وعده او وعيد ورکول…يو يو ورته ويل، چې مه کوه…مګر اول ګل مجاهد کاڼو کې لار وکړه…الله! ستا وعدې حقې دي..اول ګل مجاهد په خپلو وعدو ونازوه…الله! نرښځي او زيره‌خواره د خپلو حقو وعيدونو اور ته واچوه!…آمين!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ثاقب

الله الله…
چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي…
رب دې جنت الفردوس ورکړي، د همدې قربانيو زور دی چې غړمبېدونکې نړۍ نن په دې غازي او مجاهد وطن کې سر نه شي پورته کولی او زيره خواره د ولس تر ټولو رټلي خلک دي… لارويان يې ډېر او مبارزه يې ژوندۍ او ګړندۍ

غوربندی

خیرخواه صاحب

خدای جل جلاله دې تاسو ته اجرونه درکړي چې د شهیدانو په پُر افتخاره یاد باندې لیکنې کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x