نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره ټیلرسون تایید شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۱۴، ۱۳۹۵ل): د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډټرمپ له لوري د بهرنیو چارو وزارت لپاره ور پيژندل شوی «ریکس ټیلرسون» د کانګریس له لوري هم تایید شو.

رکس ټیلرسن (rex tillerson) د «اکسون موبیل» نفطي شرکت اجرایوي مدیر وو، په ۲۰۱۱ کې د روسیه سره په قطب شمالي کې د نفطو را ایستلو تړون امضا کړی وو، خو پر روسیه د اقتصادي بندیزونو له امله دغه تړون عملي نه شو، نوموړي ته په کال ۲۰۱۳ کې د روسیې ولسمشر «پوتین» د «ملګرتیا» مډال ورکړ.

ټیلرسن ته د کانګریس ۵۶ غړو د مثبتي او ۴۳ غړو چې اکثریت یې ډیموکراټ دی، د مخالفت رايي ورکړلې.

د ډیموکراټ ګوند استازو هڅه وکړه چې د نوموړي په اړه په کانګریس کې رایه اچونه وځنډیږي، تر څو هغه کانګریس ته را استحضار او وپوښتل شي.

دوی ویل چې د ټیلرسن او روسیې تر منځ اړیکي او په روسیه کې د ټیلرسن ډېر وخت پاته کېدل کیدای شي د هغه پر راتلونکو پرېکړو تاثیر ولري.

بلخوا د جمهوري ګوند سناتورانو ویلي چې ټیلرسن به د بهرنیو چارو وزارت لپاره ډېر مناسب وي، د ټرمپ کابینه باید ژر تر ژره ور پوره شي، په دې اړه نور انتظار نه دی په کار.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x