Secularism

سيکولريزم؟؟؟ – زاهد الله ځېرک

        د ژوند هره تګلاره دين دی، همداسې هر دين د ژوند تګلاره ده؛ دا د نه منلو  ده چې د چا دين يو او د ژوند تګلاره يې بله وي. دين او حکومت، دين اوسياست، دين او اقتصاد او همداسې د ژوند د نورو اړخونو بېلول له دين څخه په دې وروستېو کې ښه زور اخيستی، دا فکر له هغه مهاله را زېږېدلی، چې په اروپا کې يوخواته له حده وتلی رهبانيت او بل اړخ ته خلکو په اخلاقو  او ټولنه کې فساد خپلې اخري کرښې ته رسېدلی و.د کليسا واک و، راهبانو به د جنت د ځمکو او بښنې سندونه ورکول.

          راهبانو د انجيل نصوص ـــــــ د عيسی عليه السلام  ژوند او د هغه مهال اکر (حالات) په سرسرې ډول راټول کړل او د انجيل نوم يې پرې کېښود، چې وروسته ورسره رومي بت پالنې او د يوناني فلسفې فکرونه هم يوځای شول.

کليسا د بابل د پوهې او تفسير حق د ځان سره وساته او دکليسا پرته يې د نورو خلکو لپاره حرام کړ ؛ په دغه پېر کې له درې لکو(۳۰۰۰۰۰)  زيات کسان له دغه حکمه د سرغړاوي په تور و وژل شول.دين د پرمختګ ډپ شو، خلک له دين څخه بغاوت ته اړ وتل، چې دا د هغه مهال غوښتنه، پرځای او سم بغاوت و.

        د اسلام په راتګ سره د ژوند يوه نوې تګلاره رامنځ ته شوه، چې د ژوند ټول اړخونه يې په ځان کې را ونغښتل او د يوې سپېڅلې ګروهې (عقيدې) پر بنسټ يې سپېڅلې ټولنه جوړه او د ژوند په ټول  اړخونو کې يې د پرمخيانه ورونه پرانيستل؛ د انساني ژوند هيڅ داسې اړخ نشته چې اسلام ورته کړۍ او چوکاټ نه لري،له کورني ناستې پاستې  نېولې ان تر نړيوالو اړيکو اصول لري؛ اسلام سياسي اخلاق، اقتصادي اخلاق لري؛ د ژوند د يوې وړې برخې بېلول هم له دينه سيکولريزم دی.

    د مسلمانانو بېغورۍاو د دښمنانو مکارۍ په اسلامي امت ګوډاګيان واکمن کړل. دغه لويديځ پال حکومتونه دغې موخې (سيکولريزم) ته د سيکيولرانو رسولو په پار هيڅ راز مرستې و نه سپمولې او نه يې سپموي. د هغوی په نغوته (اشاره)  د خپل ولس هر راز قربانولو ته تيار دي. او مسلمانو ملتونو د خپلو لويديځ پالو مشرانو په څېر دغه فکر( بې ديني) چا په ځان خبرې او ځينو په ناځان خبرې ډول منلی.

      سيکولريزم فرانسوي کلمه ده، چې اينګليسي ته په خپله بڼه او خپله مانا راغلې، عربي ته په العلمانيه ژباړل شوې، چې د سيکولريزم لفظ د علم لفظ سره هيڅ اړيکه نه لرې؛ علم ته په اينګليسي او فرانسوي کې ساينس او علمي مذهب ته ساينستيزم وايي.

       سيکولريزم پښتو ته په « دنيايي، غيرمذهبي، مادي، دهري، د وحدت منکر، د مذهبي قوانينو ضد،….) را ژباړل شوی. د سيکولريزم سمه مانا له ژونده د دين ويستل او دونيا پالنه ده.

      د بريتانيه دايرة المعارف يې داسې را پېژنې:« سيکولريزم يو ټولنيز خوځښت دی، چې خلک له اخرت اړوي او يواځې يې دونيوي ژوند ته ګروهمنوي». نو د سيکولريزم روغه مانا دين له ژونده ويستل دي؛ که هغه له ټولنيز ژونده وي او که له ځاني (فردي) ژونده.

         عام فکرداسې دی، چې د دين او سياست بېلوالی سيکولريزم دی؛ خو خبره داسې نه ده، د ژونده له هر اړخه د دين بېلول سيکولريزم دی؛ هغه که له سياسته، له کورني ژونده، له اقتصادي ژونده، له کلتوره، له ادبه، له اخلاقو، له سپورته، له ښوونې او روزنې،… وي سیکولريزم دی.

        سيکولريزم، لبراليزم، کمونيزم، نشنليزم، هيومنيزم ګلوبلايزيشن، سوسياليزم، ډيموکرسي او داسې نورې ټولې بې لارې او غولوونکې فلسفي که څه هم په بڼه، موخو او بنسټونو کې له يوبله سره توپير لري؛ خو ټولې په دې فکر کې سره ګډې(شريکې) دي، چې انسان او دونيا يواځې په مادي نظر وګوري.

په ټوله نړۍ د اسلام د بريا په هيله!

په مينه!

زاهدالله ځېرک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د