د مينې مينه

بسمل بل
له انسانانو سره مينه، له اجسامو سره مينه او آن له ځان سره مينه هم يو وخت له منځه تللی شي او يا هم کيدای شي کمه شي، مګر له مينې سره مينه بېل کيف او احساس لري.

له مينې سره مينه داسې مثال لري لکه روح چې نه مري، د نړۍ له مادو سره( انسان، اجسام…) سره مينه داسې ده لکه ژوندی بدن، چې د روح له وتلو وروسته په ټوله مانا نيست شي، مګر له مينې سره مينه ارواه ده، نه مري او نه هم کوم بدلون لري.

هو؛ تل داسې واووسه چې سپک شې، وشرمېږې او خفه شې، ځکه ته يوه لويه قرباني ورکوې ، چې  هغه له مينې سره مينه ده.

دخپلې مينې توليد؛ هغه چې له ځانه دې کړی وي صادروه او وررسره مينه کوه.

تل هڅه کوه چې د نورو نفرت لرونکی عکس په مينه العمل کړې، ځکه د انسانانو په خټه کې مينه اغږل شوې، خو دا يخ شوی احساس تودول او ويلې کول غواړي چې دې ته له مينې سره مينه وايي.

په درنښت: بسمل بل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د