
همایون عزیزي فرانسه کې تر تداوي لاندي دی، د کندهار لپاره سرپرست والي وټاکل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۱۴، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي همایون عزیزي له هندوستان څخه فرانسه ته د تداوي لپاره لیږل شوی او پر ځای یې د حکومت له لوري سرپرست والي ټاکل شوی دی.
د کندهار د ولایت مقام اداري او مالي رئیس عبدالحنان منیب د کندهار سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.
د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې په چارو کې د ځنډ د مخنیوي په خاطر پرېکړه کړې چې د والي همایون عزیزي تر راتګه پوري به «منیب» د کندهار سرپرست والي وي.
د یادوني وړ ده چې د کندهار والي همایون عزیزي د ولایت په مقام کې دننه دیوې چاودني له امله ټپي شو او مرستیال یې عبدالعلي شمسي ووژل شو.
ددوی تر څنګ د متحده عربو اماراتو سفیر ټپي او پنځه دیپلوماټان د یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو په ګډون ووژل شول.