دیني، سیرت او تاریخ

له مسلمانانو سره د قران کريم مينه!

استاد حمزه افغان

عن أَبي أُمَامَة رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ» (رواه مسلم).

له حضرت ابو امامه – رضي الله عنه – څخه روايت دى چې ما له رسول الله ﷺ څخه اوريدلي دي هغه فرمايل: تاسو قرآن لولئ ، ځکه قرآن پاک به د قيامت په ورځ د خپل لوستونکي لپاره سفارش کونکى راځي.

په دغه حديث شريف کې تاسې وګورئ د قران پاک مينه له خپل مسلمان بنده سره چي هغه سخت وخت کې به راځي او ستا سفارش به کوي خو په دي شرط چې ته هم مينه ورسره وکړې.

وعَن النَّوَّاسِ بْنِ سَمْعَان رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «يُؤْتَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِالْقُرْآنِ وَأَهْلِهِ الَّذِينَ كَانُوا يَعْمَلُونَ بِهِ فِي الدُّنْيَا تَقْدُمُهُ سُورَةُ الْبَقَرَةِ وَآلُ عِمْرَانَ ، تُحَاجَّانِ عَنْ صَاحِبِهِمَا» (رواه مسلم).

له حضرت نواس بن سمعان – رضي الله عنه – څخه روايت دى ماله رسول الله ﷺ څخه اوريدلي چې فرمايل يې : د قيامت په ورځ به قران پاک او هغه څوک چې په دنيا کې په قرآن کريم باندې عمل کونکی وي راوستلى شي، نو سورة البقرة او سورة ال عمران به وړاندې کېږي او د خپلو لوستونکو له لوري به جګړه کوي.

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أنَّ رَسُول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : « مِنَ الْقُرْآنِ سُورَةً ثَلَاثُونَ آيَةً شَفَعَتْ لِرَجُلٍ حَتَّى غُفِرَ لَهُ وَهِيَ: سُورَةُ تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ» رواه أبو داود والترمذي، وقال: حديث حسن وفي رواية أبي داود تشفع.

له حضرت ابو هريرة – رضي الله عنه – څخه روايت دى چې رسول الله ﷺ وفرمايل: په قرآن کريم کې د دېرشو آيتونو لرونکى يو سورة دى کوم به چې د يو سړي شفاعت کوي تر دې چې هغه ته بخښنه وشي او هغه سورة ﴿ تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ ﴾ دى يعنې سورة الملک دى. (ابو داود او ترمذي روايت کړی دی، او ويلي يې دي چې دا حديث حسن دى او د ابو داٶد په يوه روايت کې «تشفع» راغلى، يعنې سفارش به يې کوي.

نو دې ته وايي د قران پاک مينه له خپل مسلمان بنده سره د قيامت څومره سخته ورځ ده، او قران پاک به ستا د مينې لپاره جګړه کوي ستا د مينې لپاره به سفارش کوي ستا د مينې لپاره به له الله تعالى څخه درته بخښنه غواړي، دې ته وايي اصلي مينه. خو په دغه شرط چې ته هم له قرآن پاک سره پاکه مينه وکړې او همېشه به يې تلاوت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x