شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغانزوی

محمد نعیم افغانزوی

نن په حال مو د آسمان اوښکې بهېږي
له آسمانه په جهان اوښکې بهېږي

د وحشت د بلا وېره را خوره ده
له وحشت یې د انسان اوښکې بهېږي

هر خوا تنګه شوه د ژوند کړۍ په موږه
له عرب، برما، افغان اوښکې بهېږي

خدایه کله به له اوښکو نه خلاصون وي
تل مدام د مسلمان اوښکې بهېږي

نور یې تاب نشته چې دومره پرې لوند شوی
غم ځپلی له ګرېوان اوښکې بهېږي

داسې نه ده چې یـو څو یو په حساب کې
له سپینږېرو له هر ځوان اوښکې بهېږي

یتیم ژاړې هیڅ یې اوښکې نه وچېږي
د مور کونډې یې هر آن اوښکې بهېږي

رمه پیایي خو شپونکی په ژړا سر دی
له بزرګره له دهقان اوښکې بهېږي

په بې جرمه بې ثباته اسیرانو
د وحشي بند او زندان اوښکې بهېږي

سلسله ده په هر خوا د درد او اوښکو
ګلستان تر قبرستان اوښکې بهېږي

زموږ له غمه یې خلاصون نشته ټول ژاړي
له آهونو له ارمان اوښکې بهېږي

په بوستان کې له ګلونو اوښکې ولاړې
له ګلاب غاټول ریحان اوښکې بهېږي

یو سبب کې مو د اوښکو باران بند کړه
خدایه څو به مو طوفان اوښکې بهېږي

نور مو سترګې شاید وچې شي له اوښکو
په رحمت کې د باران اوښکې بهېږي

ربه اوښکې رانه واخله خوښۍ راکړه
د افغانزوی درته پرېمان اوښکې بهېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x