ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (13) دطول بلد (Lonqitude) او عرض بلد (Latitude ) پيژندنه

مفتي احسان الله

دطول بلد (Lonqitude):

هغه وهمي او فرضي نصف دایرو ته طول بلد ویلکيږي، چې دزمکي پر کره له شماله تر جنوبه کش کړل شوي وي، دطول هر خط یوه درجه تشکيله وي، او ټول 360 طول بلد خطونه دي، دطول بلد په واسطه دزمکي پر کره دیو ځای تعین شرقا یا غربا کیږي.

یا دمطلوبه مقام دنصف نهار خط، او دګرنویچ دنصف نهار خط په منځ کې چې پر خط استوا کومه زاویه جوړيږي، هغې ته طول بلد وايې، او یا په لنډو کې: دمطلوبه مقام له ګرنچ نه شرقي یا غربي فاصلې ته طول بلد ویلکیږي، او دطول بلد خط همیشه پر خط استوا (equator ) عمودا پروت وي.

دګرنچ دشرق خواته تر 180 درجو پوري دطول بلد خطو نه په E او د غرب لور ته بیا تر 180 درجو پوري په W سره تعبیریږي.


دطول بلد خطونه له ګرنچ نه حسابل کیږي، یعني دطول بلد دپیل نقطه، یا مبدأ، او یا صفر درجه، دګرنچ خط (طول بلد) دی، او دا هم مسلمه خبره ده چې زمکه پر خپل محور له غرب نه دشرق پر لور محوري حرکت لري، دا حرکت په 24 ساعتو کې پوره کوي، په هر ساعت کې 60 دقیقې دي، چې (24+60=360) مجموعه يې 360 کیږي، او دطول بلد درجې هم 360 دي، دګرنچ دصفر ډګري خط نه دشرق لور ته هم 180 او دغرب خوا ته هم 180 خطونه دي.

عرض بلد (Latitude ):

دخط استوا نه شمالي او جنوبي خوا ته له شرقه تر غربه پوري متوازي خطونو ته عرض بلد وايې، خط استوا دعرض بلد مبدا (پیل) او صفر درجه دی، له خط استوا نه تر شمالي قطبه پوري 90 درجې، او له خط استوا نه بیا تر جنوبې قطبه پوري هم 90 درجې یا دعرض بلد خطونه دي، لکه څرنګه چې دطول بلد خطونه 360 ول، داسي دعرض بلد خطونه هم 360 دي، دعرض بلد یوازي خط استوا دایره عظیمه ده، له دې نه ماسوا نورې ټولې دایرې صغیرې دي.

اوس نو که دزمکي پر کره دیو ملک، یا ښار، یا کلي او یا دیو شخص ځای او موقعیت معلومول مو په کار وو، نو له معیاري نقشو نه يې دطول بلد او عرض بلد دنقطو په واسته په ډیره اسانۍ سره موندلی شو، دبيلګي په توګه که موږ غواړو، چې د (67) طول او د (33) عرض بلد ځای معلومول کړو، له معیاري نقشو او یا دنورو ساپټوېرو له لاري يې په ډیره اسانۍ سره موندلی شو.

فایده: طول بلد په اصل کې وهغې فرضي زاویې ته ویل کیږي، چې دزمکي دکري پر مرکزي نقطه، دګرنچ او مطلوبه ځای دطول بلد په منځ کې پر خط استوا (Equator) جوړه وي، یعني ددغې زاويې قوس خط استوا وي، مثلا: دزابل طول بلد 66.54 ډګري ده، معنا دا چې دزابل طول بلد، او دګرنچ طول بلد، چې خط استوا پر کومو نقطو قطع کړي، بیا دزمکي له مرکزي نقطې نه دخط استوا تر دغه قطعه شويو نقطو پوري، دمثلث دوه ضلعي کش کړو، په نتیجه کې به يې دطول بلد 66.54 زاویه راشي، او دغه زاویه همیشه په خط استوا سره ناپیږي، په لاندي شکل کې په ډیر واضاحت سره زاویه ښکاري.

فایده: عرض بلد هغې فاصلې ته ویلکیږي، چې له خط استوا نه تر مقام مطلوبه پوري وي، یعني دزمکي له مرکز نه چې دمثلث یوه ضلع تر هغې نقطې پوري کش کړو، چې دمقام مطلوبه طول بلد، خط استوا قطع کړی وي، او دزمکي له مرکز نه بله ضلع تر مقام مطلوبه پوري کش کړو، دواړو ضلعو په مېنځ کې فاصلې ته عرض بلد ویلکیږي، ددې مثلث قوس مقامي طول بلد خط دی، او عرض بلد مو په طول بلد سره ناپ کړ.

له دې نه دا ښکاره شوه، چې طول بلد خو په اصل کې طول دی، لاکن په عرض بلد (خط استوا) سره مو ناپ کړ، او دا شان عرض بلد په حقیقت کې عرض دی، خو په طول سره مو ناپ کړ.

دطول بلد واړه دایرې، دایرېې عظېمې دي، هره دایره يې کره پر دوو برابرو برخو تقسیمه وي، او دعرض بلد بیا یوازي هغه دایره عظیمه ده، چې خط استوا دی، نوري ټولي دایرېې صغېرې دي، له خط استوا دشمال یا جنوب لور ته چې څومره نيږدې کېږو، دایرې ورسره وړوکي کيږي، تر دې چې پر قطبینو بيخي یوه نقطه پاته شي.

دطول بلد خطو په منځ زیاته فاصله پر خط استوا ده، له خط استوا نه دشمال او دجنوب لور ته فاصله کميږي، تر دې پوري چې پر قطبینو یوازي صفر درجه پاته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x