fair play award

فټبال: افغانستان په لوبه کي د ښو اخلاقو او ځواني نړیوال مډال وګټۍ

نن ټکی آسیا: د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي د کال 2013 د فټبال د نړیوال ټولني څخه د ځوانۍ او ښو اخلاقو جایزه تر لاسه کړل.

دغه جایزه هر کال د هغه هیواد ملي لوبډلي ته ورکول کیږي چي په تیر کال کي په ښه سپورټي اخلاقو سره لوبه تر سره کړی وي، فټبال ته یی وده ورکړې وی، او په لوبه کي څه بد اخلاقي او یا جنجال نه وی کړی. د مالي او اخلاقي فساد څخه یې لیري ښه اداره لرلي وی.

دغه جایزې ته Fair Play Award ویل کیږي چي هر کال یی د فټبال نړیوال فیډراسیون FIFA د یو هیواد ملي لوبډلي، او ملي لوبډلي فیډراسیون، د فټبال مینه والو او یا حتی اشخاصو ته ورکوي، چی په تیر کال 2013 کي ددغه جایزې مستحق د افغانستان د فټبال فیډراسیون ونومول سو، او تیره ورځ په جرمني کي دغه جایزه د افغانستان د فټبال د فیډراسیون مشر کریم کرام الدین ته وسپارل شول.

د افغانستان فټبال فیډراسیون او ملي لوبډلي په تیر کال 2013 کي ښې لاسته راوړني در لودلې چي د هغو څخه په نیپال کي د جنوبي اسیا د هیوادونو تر منځ د سیالیو ګټل یې د یادوني وړ دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د