شعـــــرونه

پښتو غزل/ محمد نعيم افغان زوی

 محمد نعيم افغان زوی

پښتو انګرېز زده کـړه، پښتـو له پښتانه پاته شوه
پښتو بېلتون نه غوښت، پښتو په بېلتانه پاته شوه

راشـه پښتونه د پښتـو لـمـن کـړه بېرتـه ټیـنګه
کنې پښتـو شـوه د بل چـا د بل مـازغـه پاتـه شـوه

پـښتـو پـښتـونـه درتـه وایـي بې پـښتـو وخـتـې
پښتـونه تـاتـه چې پښتو اوس په هیڅ څه پاته شوه

پښتو خـفـه ده لـه پښتون، پښتون یې قـدر نکـړي
پښتو صحـرا کې لـه پښتـون پـه بېبـانه پاته شـوه

پښتو لوړ شان درلـود رعب ناکـه وه پښتو په نـړۍ
ډېرو پرې ایښې ده، پښتو اوس د شپانه پاته شوه

پـښتـو لـه ښـاره ووتـه ګرزي د غـرو پـه څـوکـو
پښتو په غرو کې ژوند اختیار کړي له راغه پاته شوه

سـپـیـنـه پښتـو سـپـیـنـه ګګره پـښتـنـه ژبـه ده
ګګر پـښتـون تـه لـه ابـا او لـه نېکـه پـاتـه شوه

پـه مـحدود شـمېر سپین پښتانه پښتو پالنـه کـوي
پښتو د سپـیـنـو پښتـنـو په سپین کالـه پاتـه شـوه

پـښتـو تـاریـخ لـري پـښتـو ده هـر تـاریـخ منـلې
پـښتـو د هـر تـاریـخ پـه پـاڼه څه نا څه پاته شـوه

وایـي پـښتـو ده د بـــرزخ د بـرزخــیــانــو ژبــه
پـه دې جـهـان شـکـر پښتـو لکه وړانګه پاته شوه

پـښتـو مـو ژبـه ده پـښتـو وایـو پـښتـو بـه پالو
پښتـو له پـلاره مـا او تاتـه په خپـل وره پاته شـوه

د پـښتـو اصـل لـه اسـلامـه افـغـانـزوی را اخـلم
پښتو له دینـه وصـل شـوې زمـا په زړه پاته شـوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x