افغانستان

فاریاب: د قومندان په ګډون د یوې کورنۍ غړي «اته پولیس» وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱۵، ۱۳۹۵ل): د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوه پولیس خپل اته تنه ملګري چې «د یوې کورنۍ غړي وه» وژلي دي او تښتېدلی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته وویل چې د المار ولسوالۍ د مریشکار اومګۍ سیمي په یوه پوسته کې یوه پولیس تېره شپه ناوخته د خپلې پیرې پر مهال د پوستې نور ملګري ووژل او له سیمې وښتېدی، چې په اړه یې ګمان کیږي له طالبانو سره به یو ځای شوي وي خو طالبان وايي چې هغه یې بندي نیولی دی.

نوموړي وویل چې وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې په هغو کې یو د پوستې قومندان شېر علم، د هغه دوه زامن، دوه یې زومان، دوه یې اوښیان او یو هم د کورنۍ بل غړی وو.

نوموړي وویل چې وژونکی پولیس هم د شېر علم د قومندان خپل سکه وراره وو، چې لعل محمد نومېده او غالب ګمان دادی چې له تیښتې وروسته به د طالبانو سره یو ځای شوی وي، ځکه چې د پوستې څخه یې وسلې ټولې کړي او نادرکه شوی دی.

پر فیسبوک باندي د فاریاب طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په یاده سیمه کې طالبانو د عملیاتو پر مهال د پولیسو یوه پوسته ونیوله، چې په ترڅ کې پولیس ووژل شول او یوه یې بل ژوندی نیول شوی دی.
دوی ویلي چې په دغه عملیاتو کې ۸ میله کلاشنکوفونه، یو میل پيکا، یو راکټ، یوه مخابره او یو شمېر نور مهمات نیولي دي.

بل لوري ته د المار امنیه قومندان محمد نسیم قاطع رسنیو ته ویلي چې په وژل شويو کسانو کې د قومندان په ګډون څلور تنه د ولسي پاڅون غړي وه او څلور نور یې د ملي پولیسو افسران وه.

نوموړي همداراز ویلي چې تېره شپه د طالبانو په یوه کمین کې ۳ پولیس ټپيان او رینجر موټر یې زیانمن شو.

باید وویل شي چې طالبانو پر خپل وېب پاڼه باندي د فاریاب څخه په خبر کې ویلي چې د جمعه بازار (خواجه سبز) ولسوالۍ اړوند د قزل قشلاق او پخل تاغک سیمو کې څلور پوستې نیولي او دغه سیمې یې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندي راوستلي دي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه پوستو کې دوه د پولیسو او یوه د ملي اردو پوسته ده.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش دا خبر تایید کړی خو ویلي چې دوی تکتیکي پرشاتګ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x