
د مشكو د كاروان كوڅه
رضوان الله ( فيضاني )
اى نسيمه د جانان كوڅې ته ورشه
د خوږمنو زړو درمان كوڅې ته ورشه
ډېر په مينه په احتياط اخله ګامونه
د احمد نبي u سلطان كوڅې ته ورشه
زما د مينې سلامونه ورته وايه
د نيازبين او قدردان كوڅې ته ورشه
چې سپوږمۍ ستوري او لمر ترېنه شرمېږي
د حسين شاهِ خوبان كوڅې ته ورشه
ټول جهان چې ترې رنګين او معطر دى
ها د مشكو د كاروان كوڅې ته ورشه
هر يو كاڼى يې ياقوت او زمرد دى
د لا لونو او مرجان كوڅې ته ورشه
پر شينكۍ روضه يې وشينده په مينه
سره او سپين زېړي ګلان كوڅې ته ورشه
ترېنه ګرد د ( فيضاني ) سترګو ته راوړه
چې رانجه يې كړي د ګران كوڅې ته ورشه