افغانستان

د بدخشانۍ نجلۍ پلار وايي چې لور یې طالبانو نه ده وژلې (ویډیو)

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱۵، ۱۳۹۵ل): د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په خمبیل کلي کې د وژل شوې نجلۍ پلار هغه راپورونه دروغ ګڼلي چې ګویا لور یې یو طالب قومندان وژلې ده.

امان الله په خپلو ویډیويي څرګندونو کې ویلي چې لور یې غوښتل د خپل تره تفنګچه په المارۍ کې کښیږدي خو سهوا یې لاس په ماشه لګیږي او نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه ویډیو چې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې، په کې د وژل شوې نجلۍ پلار په پېښه کې د طالبانو لاس لرل په کلکه ردوي او زیاتوي:

«هغه څه چې په رسنیو کې ویل کیږي هیڅ حقیقت نه لري، دروغ دي، تراوسه د مولوي سیف الله له خوا هیڅوک زمونږ کور ته نه دی راغلی».

د خمبیل کلي امام مولوي عزیزالرحمن هم د نجلۍ د پلار څرګندونې تاییدوي او په پېښه کې د طالبانو لاس لرل ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي چارواکي ادعا کوي چې نوموړي نجلۍ د یو طالب قومندان «مولوي سیف الله» لخوا وروسته له هغه ووژل شوه چې پلار یې نوموړي ته له ورکولو انکار وکړ.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاده ادعا «د ذلیل دښمن ګمراه کوونکي تبلیغات» بللي او ویلي یې دي چې دولتي چارواکو د خپلې پرلپسې ماتو او شرمندګیو څخه د خلکو د اذهانو د اړولو په موخه په دروغو او پروپاګند لاس پورې کړی.

نوموړي په یوې اعلامیه کې ویلي چې د «حق دښمنان» به هیڅکله د خپلو توطیو له لارې ونه توانیږي چې د جهاد غږ خاموش او د اسلام وړانګې تتې کړي.

د یادونې وړ ده چې د تېر ډیسمبر په میاشت کې د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو له قوله راپورونه خپاره شول چې طالبانو په آب بند ولسوالۍ کې یوه ښځه وژلې، چې له کبله یې د طالبانو په خلاف توند غبرګونونه راوپارېدل. خو وروسته معلومه شوه چې نوموړې ښځه د کورنیو اختلافاتو په نتیجه کې د خپل مېړه لخوا وژل شوې وه او طالبانو یې قاتل نیولی هم و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې وروستۍ اعلامیه کې په دولتي چارواکو غږ کړی چې له دروغو څخه لاس واخلي او هغوی ته یې په خطاب کې زیاته کړې ده چې «تاسو دروغژنان به نور هم رسوا کیږئ، او دغه افتراګانې به درته هیڅ ګټه ونه رسوي».

د بدخشان د وژل شوې نجلۍ د پلار (امان الله) څرګندونې په لاندې ویډیو کې کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

وایی سیند اخستی ، د ځان د بچ کولو په هیله هوا ته هم لاس اچوی ، په ځانګړی هغوی چه د لامبو چل هم نه ورځی د کابل غلامه اداره سر بیره پردی چه نړیوال ورته فاسده او ناوړه اداره وایی خپله دوی هم ځانته فاسده اداره وایی ، نو دا ډول بی ځایه درغین تبلیغات د دغه اداری د پاره ډیره عادی خبره ده ، څه شی جه هغوی ته د اهمیت وړ دی ، چه څو ورځی یی ژوند زیات شی او د دغه ډیروالی له امله یی د ډالرو کجه لا لوړه شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x