نن په انځورونو کي

د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم ورځ په انځورونو کي – 13-1-2014

د پاکستان په کراچي ښار کي د میلادی النبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت د بریلوي مسلکه طایفې له خوا یو سینګار شوی مسجد

milad2

 

د یمن په صنعا ښار کی د الحوثیین په نامه شیعه ګانو طایفه د میلاد د لمانځلو په خاطر د فوټبال په لوبغالي کي را ټول شوي دي. لوی انځور د یمن د اوسني ولس مشر دی.

 

په لبنان کی د صوفي طایفې یو ځوان د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د لمانځني په خاطر سیخ تر خولې باسي.

 

په ځینو هیوادونو کی په دغه ورځ ځینی خصوصي اجراءات هم د تبرک په خاطر تر سره کیږي، لکه د افریقا په شمالي هیواد تونس کی په دغه ورځ ماشومان هم سنت کیږي،  پنځه کلن هلک د پلار په غیږ کي د سیدی صاحبي په نامه مزار کی د سنتي په انتظار دی.

 

په قاهره کي ښځی او ماشومان خپل د کور د کړکیو څخه لاندي د میلاد د لمانځني په خاطر لاریون کونکو ته ګوري.

د لبنان په جنوبي سیمه کی یو صوفي مسلکه ځوان د میلاد د لمانځني په خاطر خپل تر خولی سیخ ایستلی

یمن: په صنعا کي د الحوثیینو په نامه شیعه ډله د میلاد د لمانځني په خاطر را ټول شوي.

د فلسطین په نابلس ښار کي یو کس په داسی کوڅه کی تیریږی، چی د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم په مناسبت په ګولانو او رنګینو ورقو پوښل شوی

د یمن په مراسمو کی یو کس د لبیک یا رسول الله شعار یو شیعه مذهبه کس پورته کړی

په لبنان کی صوفیان دغه ورځ په نڅاګانو، ډولونو او نورو مراسمو لمانځي

په لاهور کی ماشومان د میلاد د ورځي یوه ورځ تر مخه د اور بتیانی لګولی.. پاکستان تیره ورځ د زیاتو څراګونو په لګولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.. مخکی دا ریکارډ د هندوستان سره وو.

د لبنان صوفي مسلکه خلګ میلاد لمانځي.. دوی په دغه ورځ نڅا، ډول وهل، نعتونه ویل او نور مراسم تر سره کوي.

لبنان کی الحوثي شیعه قبیلی یو ماشوم 

لبنان: د میلاد د مراسمو څخه یو اړخ..

د صوفیانو خصوصي او ځانګړې نڅا، چی په دیني مراسمو کی تر سره کوي.. لبنان د میلاد یوه ورځ تر مخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x