نړۍ

د امریکا سل زره ویزې لغوه شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱۵، ۱۳۹۵ل): د ټرمپ د وروستي فرمان له وجې د امریکا سل زره ویزې لغوه شوي دي.

د امریکايي رسنیو د خبر سره سم له هغه وروسته چې نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوه مسلمان هیوادونو پر اتباعو بندیز لګولی، له هغه وروسته ددغه هیواد سل زره ویزې ناچله شوي او لغوه شوي دي.

امریکايي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» د یوه حکومتي څارنوال له خولې ویلي چې د ټرمپ د فرمان وروسته سل زره ویزې ناچله بلل شوي دي.

ورځپاڼې ویلي چې څارنوال دغه شمېره د ویرجینیا ایالت په یوه محکمه کې ذکر کړه، کومه چې ددوه یمني وروڼو په غوښتنه دایره شوې وه، هغوی د امریکا دالاس ښار ته سفر کوی چې په زوره بیرته اثیوبیا هیواد ته وشړل شول.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ یو فرمان صادر کړ، چې پر اساس یې تر راتلونکو ۴ میاشتو پوري مهاجرین امریکا ته نه شي تللای، که څه هم قانوني ویزه ولرې او تر ۳ میاشتو پوري د سوریې، عراق، ایران، سوډان، لیبیا، صومالیه او یمن اتباع په مطلق ډول بند دي.

باید وویل شي چې د مهاجرینو په لړ کې هغه افغان ترجمانان هم شامل دي چې د اوباما ادارې ورته رسمي ویزه ورکړې وه خو لا یې تر اوسه سفرونه نه وه کړي.

د نوموړي دغه فرمان په امریکا کې دننه او د نړۍ په سطحه سخت غبرګونونه را وپارول په داسي حال چې د متحده عرب اماراتو او سعودي ځینو چارواکو بیا وستایه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x