نړۍ

ټرمپ: ایران د اور سره لوبي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۱۶، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي «ایران د اور سره لوبې کوي، دوی دا نه مني چې ولسمشر اوباما څومره ورسره مهربانه وو، خو زه به هغسي نه یم.»

نوموړي دا خبري د ایران سره د خپل وروستی لفظي شخړې په تسلسل کې وکړې.

ټرمپ د ایران سره د شپږو قواوو د اټومي معاهدې خلاف خبرې کړي او هغه د ایران په ګټه بولي او وايي چې ایران ته به اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او د امریکا ګټو ته تاوان ورسوي.

ایران په دې وروستیو کې د اټومي سرګلولې وړونکې میزایل تجربه هم کړې چې امریکا یې په اړه سخت غبرګون ښودلی او ټرمپ د اور سره لوبې ورته ویلي دي.
د امریکا ملي امنیت سلاکار «مایکل فلین» ویلي چې امریکا به له دې وروسته د ایران د پاروونکو اعمالو پر ضد چوپه خوله پاته نه شي.

او زیاته یې کړه: نړیوالې ټولنې د ایران سره ډېر د عفوي چلند وکړ، له دې وروسته به د ایران پر دښمنانه چلند سترګي نه پټیږي.

سپينې ماڼۍ هم د ایران د میزایلو د پروګرام او په سیمه کې د تروریستانو سره د همکارۍ په اړه ویلي چې پر ضد به یې مناسب اجراءات کیږي .

باید وویل شي چې ددې تر مخه امریکا یو ځل بیا د ۱۳ امریکايي شخصیتونو او ۱۲ شرکتونو پر ضد بندیزونه ولګول او هغوی یې د ایران د میزایلو د پروګرام سره تړلې وبلل او همداسي د تروریزم سره یې په ملاتړ تورن کړل.

بلخوا د ایران حکومت او سیاسي شخصیتونو د امریکا وروستۍ څرګندوني او موقفونه یوازي د میډیا پر مخ پروپاګند وباله او د بندیزونو پر ضد یې د ورته بندیزونو ګواښ وکړ.

د ایران د وزارت خارجې له لوري په خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا وروستی اجراءات قانوني بڼه نه لري او د امنیت شورا د پریکړو سره په ټکر کې دي.

په نړیوالو چارو کې د ایراني مرشد سلاکار علي ولایتي وویل چې امریکا تر دې ډیر کمزوری هیواد دی چې له ایران سره په عسکري میدان کې مقابله وکړای شي.

نوموړي وویل چي یوازي د رسنیز پروپاګند په خاطر داسي خبري کوي کنه ټرمپ دي د خپلو پخوانیو چارواکو څخه پوښتنه وکړي چې څرنګه د امریکا پزه د عراق په خاورو کې ووهل شول.

بلخوا ټرمپ وویل چې ایران د اور سره لوبې کوي، پر وړاندي يې مونږ ته ټوله لارې خلاصې دي چې په هغه کې د عسکري برید احتمال هم شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

لکه چه دسوریی دآزار عذاب دلوی رب له طرفه ایران ته راوه رسید دالله سنت دۍ ظالم په ظالم وهی زماپه خیال اوس به ایران روس اومریکا پله ووهی خدای دی مسلمانانو ته برۍ ورکی مسلمانان ډیر وکړیدل په هرزحمت پسی الله راحت راولی

محمد نعیم سادات

دروغ وایی دا هسی خوشی د ایران ضد تلویزیونی شعارونه دی په عمل کی د جمهوریت غوښتونکو ټول سیاستونه همیشه د ایران په ګټه وی چی ښه مثالونه یی د ایران په نفعه د جورج بوش لخوا په افغانستان کی د طالبانو د حکومت ړنګول او په عراق کی د صدام حسین د حکومت ړنګول دی . اوس به په همدی ‌‌‌‌‌‌ډول هم همداسی تلویزیونی ایران ضد شعارونه ورکوی او په عمل کی به ایران ته د منطقوی قدرت کیدلو زمینه برابروی

عمر جان

شائته نظردي داايرانيان په نامه مسلمانان خوپه اصل كي يهود دي رسم ورواج طبيعت واخلاق تول يهودي دي داتاريخ ثابته كري اول وار دي په زور دحضرت عمر رضي الله تعالي عنه په دور خلافت كي اسلام په ظاهري بنه قبول كي او عقائد يي تر اوسه پر يهوديت باند ي پاته دي نوامريكا هيچ كله په ايران حمله نكوي صرف دنيا والو ته په ظاهره خپل دشمني سره ثابته بولي والسلام

الجاج استاذ بیانزی

سادات صاحب ، سل په سلو کی ستا د نظر لنګه کوم ، ایران او اهل تشیع په مجموع کی له اوله د یهودانو به واسطه له اسلامه نه یواځی جلا شوی څانګه بلکه د مسلمانانو سره د دشمنیو د زیاتولو د پاره جوړه شوی چه هم اسلام او مسلمانان له منځه او هم له بهره وځپوی . دا چه څه موده دمخه جورچ بوښ وویل چه له لبنان تر شمالی کوریه به د شیطان خط لیری کوم ، هدف یی له لبنان تر پاکستانه د شیطانی خط ( شیعه ) خط پیاوړی کول وو د کومو به رهبری کی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x