hikmatyar gam

د ارمان په لور د حکمتیارصاحب بل ګام (نعمان منلی)

د حکمتیار صاحب له اوږده مقاومته او په مقاومت کې د ده د سیاستونو د تغیر له داستان نه زموږ ډیری هیوادوال خبردي، د دومره اوږده مقاوم او مبارز انسان دومره بیخونده او ستومانه کوونکې نهیلی او نامرادۍ هم له توانه وتلې دي، او همدا وجه ده چې حکمتیار صاحب د مقاومت په دوران کې څو څو ځله دخپلې نامرادي په څپیړه وهلو په نیت او دخپل لومړي او وروستي ارمان (واک) ترلاسه کولو په موخه څو ګامونه پورته کړي دي لکه :

د نجیب دواک په مهال دپاچاګل وفادار د کوتا ملاتړ، د جنرال تڼي د کودتا ملاتړ ، له دوستم سره دهماهنګي دشورا رامنځته کول ، د رباني په کومت کې ګډون.

او دا اوس د حامد کرزي د اداري په راتلونکو ټاکنو کې د برخي اعلان او  یو ځل بیا له مقاومته لاس اخیستل، موږ چې ماشومان وو او ادکه به راته په غوسه شوه په غوسه کې به ښیراوې او ښکنځلې دواړه وې یوه ډیره خطرناکه ښیرادا هم وه چې : زویه ! ارمان دي مه وخیږه، فکر کوم حکمتیار صاحب ته د هغه خدای بښلې ادې دا لوړه ښیرا په مکرره توګه کړې ده او د حکمتیار صاحب د مقاومت تاریخ ته که ځیر شو داسي بریښي چې د مورکۍ دعا یې الله منلې هم ده … د ارمان نه ختل او په ژوند کې نامراده ګرځیدل له ژونده انسان خوابدی کوي او په طبعي توګه انسان کوښښ کوي چې خامخا دژوند ارمانونه پوره کړي.

نو طبعا حکمتیار صاحب هم دخپل مقاومت په دوران کې په مکرره توګه دارمان ترلاسه کولو له پاره ګامونه پورته کړي دي، خو متاسفانه د ارمان په ځای به په سراب واوښت . ما په ډکه خوله د هغه دمقاومت لومړۍ او وروستۍ موخه او دهغه یواځنی ارمان واک او قدرت ته رسیدل وبلل، او دا ښکاره خبره ده ځکه د دومره اوږده مقاومت په دوران کې له مقابل لوري او هغه چا سره چې ده به مقاومت ورسره کاوه؛ یوځای کیدل بل هیڅ مطلب نه لري یواځنی مطلب یې د قدرت ترلاسه کول او یا په قدرت کې اشتراک او ګډون کول دي .

پاته شوې د جهاد خبرې د اسلام نظامي درامنځته کولو هیلې په دې لاره کې دمسلمانانو زامن دشهادت او داخرت دتیاري په نوم خپلو صفونو ته سوق کولو منډې تزړې؛ دا ټولې د شخصي موخو ترلاسه کولو هڅې دي او د وخت د هغو مشرانو او امامانو کړنې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه موږ ویرولي یو او وایې : بې شکه زه په خپل امت له ګمراه امامانو ویریږم . عَنْ ثَوْبَانَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّمَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي الأَئِمَّةَ الْمُضِلِّينَ ” رواه الترمذي و الدارمي و احمد وابن حبان وغيره . دا مشران دي هم پوه شي چې په هیواد کې سوله او پایه دار نظام که د اولس هیلي ترسره کولی شي او اولس ته له روانو بدمرغیو نجات ورکولی شي د دوی موخي او ارامانونه هم ترسره کولی شي البته دا په هغه صورت کې چې د دوی مقاومت او د سولې ګامونه یوڅه د اولس په خیر هم وي، دوی باید دځان غوښتنې هڅې یوڅه ګنترول کړي، او اقلا اجتماعي عدالت ته یوڅه ژمنتیا وښیي.

بناء حکمتیار صاحب ته هم ځولۍ غوړوو چې سړیه ! دا کاږه سیاستونه شاته وغورځوه، دځان له غمه سره د اولس غم هم شریک کړه او نور په دې هرڅه بایللي اولس رحم وکړه او کنه ته به هم هرڅه بایللی ګرځې .

ما چې سوځي خپل هډو کې يې ايره شي – خبردار ، زه د کابل د زړه ازار يم .

په هیواد کې د رښتینې سولې د ټینګښت او له بیلارې مشرانو د خلاصون په هیله .

لیکوال: نعمان منلی، کالم: نښتر، نن ټکی آسیا

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د