دیني، سیرت او تاریخ

لوڅ سر ګرځیدل اسلامي تهذیب نه دی

شریف الله خالد
دا یو روښانه حقیقت دئ، چې د هری ورځی په تیریدو سره مسلمانان د دیني احکامو او اسلامي تهذیب څخه د لري کیدو په حال کې دي ، اهل مغرب د نظامي یرغل سره هم مهاله د اسلامي سپیڅلې عقیدی له منځه وړلو او د افغاني ثقافت او تهذیب په ځای غربي تهذیب ته د رواج ورکولو لپاره بیلا بیلی ذرائعی په کار اچولی دي چې د مسلمانانو د نظامی مغلوبیت له امله ترې خلاصی اسانه نه دئ، مګر د افسوس وړ هغه افکار دي چې ناروغ او بدعمله ته د روغ صحت او نیکئ په نوم ورکولو سره دې ستر ناورین ته د خنډ جوړولو په ځای د اسلامیت دلائل تراشي
تاریخ شاهد دی، چې په ګران هیواد افغانستان د روسی ښکیلاک وحشي یرغل او هندوستان ته د انګریز د راتګ څخه پس اسیائي هیوادونو کې لوڅ سر ژوند تیرول او د جامو په ځای پتلون او د نیکټائی کاروَنه رواج شوی ده ،چې متأسفانه د امریکائي اشغال سره یې ځکه پسی لا زور واخیست چې د ډالرو په شنه زور یی د هیواد ډیر علماء سوء تر خپل تاثېر لاندي راوستل او د هغوئ د پوچو دلیلونو پر مټ یې خولئ په سر کول فقط یو تهذیب او رواج وباله ، د دی وحشتونو تر مخه د طالب ملا او نیک سیرته اشخاصو سره هم مهاله د ټولنی د هر عام او خاص وګړي لونګئ تړلو او خولئ په سر کولو ته خاص پاملرنه کړی ، او دا یې یو نیک اسلامی عمل بللی دی.

علامه ابن جوزی رح په تلبیس ابلیس نومې کتاب کې لیکي : د هیڅ هوښیار او عقلمند مسلمان نه دا خبره پټه نه ده چې لوڅ سر ګرځیدل نامناسب کار او د ادب خلاف عمل دی.
علامه عبد القادر جیلانی رح په غنیة الطالبین کې لیکي : د مسلمانانو د پاره لوڅ سر ګرځیدل مکروه عمل دی.
د لمونځ کولو په مهال د سر پټولو په اړه داسی ډیر تفسیري اقوال او د حضور اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک حدیثوته او فقهی اقوال موجود دی، چې په ډیر صراحت سره ترې د سر پټولو تاکید ثابت دی، مګر د موضوع د تفریق له امله دلته صرف په عام حالت کې د سر پټولو په اړه څو دلیلونه راوړمه الله دی وکړي چې د اصلاح باعث او د غربي تهذیب د رد کولو لپاره مو د عمل وړ وګرځي.

د خوږ پیغمبرنبی اکرم صلی الله علیه وسلم د پګړئ او خولئ د استعمال په اړه د هغوئ نزدې خادم حضرت انس رض فرمائي : ﻣﺎ ﺭﺍﯾﺖ ﺍﺣﺪ ﺍﺩﻭﻡ ﻗﻨﺎﻋﺎ ﻣﻦ ﺭﺳﻮﻝ الله ﺻﻠﯽ الله ﻋﻠﯿﮧ ﻭﺳﻠﻢ ﺣﺘﯽ ﮐﺎَﻥَّ ﻣِﻠْﺤَﻔته ﻣِﻠْﺤَﻔۃُ ﺯﯾَّﺎﺕ •

( ﺗﺎﺭﯾﺦ ﺑﻐﺪﺍﺩ : ټوک ۵ ص ۳۷۲

چې کله د ګران لارښود، نبی پاک صلی الله علیه وسلم همیشنی عمل د پګړئ او خولئ په سر کولو وي نو بیا کم لامل کیدای شې چې دا خوږ سنت عمل موږ پرې رد وو، د یوی ټولنی د تهذیب پوری خاص کړو بیا د ډیر تأسف ځای دی، چې ځینې د دین څخه نا خبره د خولئ نه په سر کول او لوڅ سر کرځیدل د خپل ځان لپاره ویاړ ګڼي.
عبد الله بن عمر رض روایت کوي چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم به سپینه خولئ په سر کوله شعب الایمان ټوک ۱۳ ص ۲۵۶ همداسي حدیث په جامع صغیر ټوک ۲ ص۱۲۰ کې حضرت عائشی رض هم روایت کړی دی.
د جامع صغیر په همدی مخ عبد الله بن عباس رض روایت نقل کړی : ستر لارښو محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم به خولئ د پګړئ سره او د پګړئ نه بغیر هم استعمالوله.
د خولئ د تاکید په اړه حضرت ابو قرصافه رض وائي : نبی پاک صلی الله علیه وسلم ماته خولئ راکړله او د استعمالولو تاکید یې راته وکړی. فتح الباری ټوک ۱۰ ص ۲۲۳
عبد الله بن عباس رض روایت کړی چې کله نبی پاک صلی الله علیه وسلم په مرض الموت په وخت کې د خطبی لپاره جومات ته تشریف راوړی، په سر یی پګړئ یا سره ټوټه تړلی وه . بخاری ټوک ۱ ص ۵۳۶

د پورتنیو حدیثونو څخه معلومه شوه چې د رسول الله مبارک عمل سر پټول وه ولو که کله یی په سر ټوټه هم تړلی ده همدا راز د صحابه کرامو د خولئ د استعمال په اړه هم ګڼ دلیلونه شته دي. بخاری شریف کې ذکر دی چې کله د رسول الله مبارک څخه د مُحرِم د جامو په اړه پوښتنه وشوه نو ویې فرمائیل چې پګړئ او خولئ دی نه په سر کوي بخاری ۲ ص ۲۴ همدا راز ابن عاصم رض وائی چې کله د رسول الله مبارک ملاقات ته ورغلم صحابه کرام مې ولیدل چې لمونځ یې کاوه خولئ یې په سر او پګړئ یې تړلی وی، اوس افسوس په هغه خلکو چې په ډیره سپین سترګي د لمونځ کولو په وخت په لوی لاس خولئ لری کړي د رسول الله مبارک په یوه جامه کې د لمونځ په اړه مسند امام احمد بن حنبل لیکي : ﺍﻟﺼَّﻠَﺎﺓُ ﻓِﻲ ﺍﻟﺜَّﻮْﺏِ ﺍﻟْﻮَﺍﺣِﺪِ ﺳُﻨَّﺔٌ ﻛُﻨَّﺎ ﻧَﻔْﻌَﻠُﻪُ ﻣَﻊَ ﺭَﺳُﻮﻝِ ﺍﻟﻠَّﻪِ ﺻَﻠَّﻰ ﺍﻟﻠَّﻪُ ﻋَﻠَﻴْﻪِ ﻭَﺳَﻠَّﻢَ ﻭَﻟَﺎ ﻳُﻌَﺎﺏُ ﻋَﻠَﻴْﻨَﺎ ﻓَﻘَﺎﻝَ ﺍﺑْﻦُ ﻣَﺴْﻌُﻮﺩٍ ﺇِﻧَّﻤَﺎ ﻛَﺎﻥَ ﺫَﺍﻙَ ﺇِﺫْ ﻛَﺎﻥَ ﻓِﻲ ﺍﻟﺜِّﻴَﺎﺏِ ﻗِﻠَّﺔٌ ﻓَﺄَﻣَّﺎ ﺇِﺫْ ﻭَﺳَّﻊَ ﺍﻟﻠَّﻪُ ﻓَﺎﻟﺼَّﻠَﺎﺓُ ﻓِﻲ ﺍﻟﺜَّﻮْﺑَﻴْﻦِ ﺃَﺯْﻛٰﻰ •‏( ﻣﺴﻨﺪ ﺍﺣﻤﺪ ﺑﻦ ﺣﻨﺒﻞ : ﺝ 15 ﺹ 472 ﺭﻗﻢ ﺍﻟﺤﺪﯾﺚ . همدا راز ثناء الله امرتسری رح لیکي د لمانځه مسنون طریقه هغه ده چې د رسول الله مبارک څخه په دوام داره طریقه ثابته ده او هغه په بدن جامی او سر پټ ساتل دی په پګړئ یا خولئ سره.

‏( ﻓﺘﺎﻭﯼٰ ﺛﻨﺎﺋﯿﮧ : ټوک 1 ﺹ ۵۲۲
فیض القدیر لیکي: خولئ د انبیأو ، صالحانو او اولیاؤ په لباس کې داخله ده ټوک ۵ ص ۲۹۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x