ای هغو کسانو چي سبا قبر ته تلونکي یاست !

احمد جنيد مبارز

د دنیا په څه او څشي غره سوي یاست؟!

ایا ته خبر یې چي ته به سبا پاته یې که یا ؟!

دغه پراخه کور به دي څه سي؟!

دغه اوسني خواړه او مېوې به دي څه سي؟!

دغه نرم او ورېښمن کالي به دي څه سي؟!

خوشبویي او عطرونه به دي څه سي؟!

دغه د یخ او ګرمۍ لباسونه به دي څه سي؟!

هغو کسانو ته وګوره چي در تا د مخه وه څه سول؟ اوس د ځان دفاع هم نسي کولای ، ته نه یې خبر چي د مرګ په وخت کي خولې ځني بهېدې ،
تندي یې لمبې وهلې او نه اوبېدل، د مرګ پر دردو او سختیو کي پر له اوښتل ، طبیبانو یې علاج نسوای کولای ، د مرګ امر یې له اسمانه راغی ، هغه وخت او اجل یې راورسېدی چی نه منعه کیږي او نه ځنډول کیږي !

اې هغه څوکه چي د پلار سترګي دي ورپټي کړې د ورور یا زوی سترګي دي ورپټي کړې !

اې هغه څوکه چي مړي ته دي غسل ورکړی !

اې هغه څوکه چي مړي ته دي کفن ورکړی !

اې هغه څوکه چي د جنازې په وړلو کي دي حصه واخیستل !

اې هغه څوکه چي مړی دي په قبر کي کښېښاوه او ځني رهي سوې !

کاش چي زه پوه سم چي پر دغه زېږو خاورو دي څه حال دی ؟!

کاش چي زه پوه سم چي کم باړخو دي اول شوړیږي، کمه سترګه دي اول رالویږي ؟!

اې د هلاک همسایه ته هم د مړو ځای ته ولاړې !

کاش چي زه پوه سم چي ملک الموت به په هغه وخت کي چي زه له دنیا څخه وزم په څه حال او کم حالت کي راته راسي، او کاش کي زه پوهېدلای چي زما د رب له طرفه به کم حکم ورسره وي ؟!

بیا نو عمر ابن عبدالعزیز رضي الله تعالی عنه وژړل او په داغه هفته کي وفات سو !

انالله وانا الیه راجعون

الله تعالی دي ما احمدجنید مبارز او تا قدرمن لوستونکي ته بخښه وکړي ‘

الله تعالی دي زما سره جنتونه نصیب کړه ‘

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

راغلۍدۍتاسوته نصیحت: یآیهاالناس قدجآءتکم موعظت من ربکم وشفآء لما فی الصدر.لا ،وهدی ورحمت للمؤمنین ۵۷—۱۰(یونس ۵۷)معنی:اۍ خلکوراغلۍ دۍ تاسوته نصیحت ستاسودرب له طرفه اوشفاده دهغه څه چه په سینوکښی دی اوهدایت اورحمت دی دمؤمنانودپاره.له دی آیاته ښکاره سوه چه دقرآن په معنی چه پوه سی نو هدایت اورحمت دۍ داموږ هسی مفسد ینو خطا یستلی یو چه بیله معنی یی لکه طوطیان وایو- په اولادو د طب اوانجنرۍ کتابونه وایوچه موقتی فایده ده اوقرآن چه هم د دی دنیا اوهم دآخرت فایده ده نه په زده کوودالیونتوب نه دۍ. الله فرمایی:لایغرنک تقلب الذین کفروافی البلاد.۱۹۶ط ،متاع قلیل ،قف، ثم ماوهم… نور لوستل »