نړۍ

جنوبي سوډان کې د کشتۍ د چپه کيدو له امله ۲۰۰ تنه مړه، لسګونه ورک دي

جنوبي سوډان نيل سمندرګي کې د کشتۍ د چپه کيدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰ تنه مړه او په لسګونو نادرکه دي. د جنوبي سوډان د پوځ وياند فیلپ ایګویر وايي چې، هيواد کې د روان کړکيچ له امله ځينې خلک د پناه په موخه بل ځای ته روان وو چې کشتۍ يې واوښته. د پوځ ویاند وايي چې په کشتۍ که دوه سوو تر درې سوو کسان سپاره وو، چې د کشتۍ له اندازې زیات وو. د ملګرو ملتونو په وينا د تېرې يوې میاشتې راهیسې په جنوبي سوډان کې د تاوتریخوالي له امله تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر درې نیم لکو زیات کسانو له خپلو سیمو هجرت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x