ازادي/ شېکن خروټی

شېکن خروټی

وایي د اوښکو په تسبو لېوني
په ماتو ماتو اسوېلو لېوني

څو مینان دې نوم په مینه اخلي
د غوڅو شونډو په سرو لېونی

چې په لټون دې ازادۍ! ووتل
خلګ تړي په ځنځیرو لېوني

زده کوي درس د مسلمانې مینې
په دې کافرو زولنو لېوني

چې وریادېږي لېونۍ ادکه
غېږ بدلوي په پنجرو لېوني

لکه یوسف په تورو شپو کې اوسي
د مسلمانو عقیدو لېوني

شېکنه” ګورې به چې بیا ماتې کړي
دا هتکړۍ په مړوندو لېوني

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د