
د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه وایستل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۱۶، ۱۳۹۵ل): ملګرو ملتونو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د بندیزونو له تور لیست څخه حذف کړ.
د ملګرو ملتونو امنییت شورا په خپلې اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به د ګلبدین حکمتیار شتمني نه کنګل کیږي، بهرنی سفرونه به کولی شي او د وسلو ګرځولو قانوني اجازه به ولري.
په تېر ډیسمبر میاشت کې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته رسمي غوښتنه لیږلې وه ترڅو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه وباسي.
ګډ حکومت دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې ښاغلي حکمتیار د امریکا او ناټو ځواکونو او افغان دولت پر وړاندې له وسلوالې مبارزې لاس واخیست او د سولییز ژوند غوره کولو ته یې غاړه کیښوده.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ګوتڅنډنه کړې وه چې د سولې له معاهدې وروسته نور د تور لیست پروا نه لري او که نوم یې له دغه لیست څخه ونه ایستل شي هم، کابل ته خامخا به راځي.
تر اوسه امریکایانو، ګډ حکومت او پخپله حزب اسلامي له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم په وتلو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
حکومتیار په تور لست کی نه وو ، د باګرام امریکایی هده کی یی تشریف درلود نو د تور لست څخه ویستل بیا څه معنی لری ، لکه څوک چه ووایی هغه ښځه د نارینه وو له لسته ووتله ، په داسی حال کی چه هغه ښځه له اوله نارینه نه وو ڼو څرنګه له نارینتوبه لیریه شوه ؟ حزب سلامی له هماغه وخته غلام شوی چه د انګریزانو سره یی د سوړ جنګ د غلامی تړون لاسلیک کړو . خپلمنځی جنګو کی یی د بی ګناه او بی دفاع افغانانو په ځورولو او وژلو کی تر ټولو ډیره ونډه… نور لوستل »
دګلبدین څخه موهم اسامه بن لادن جوړکۍ ضیاءلحق شهید پرپښودرولۍ وواویوشۍ یی ځنی جوړکړۍ وو کله چه هغه امریکایانو داسلامی اتحادیی دجوړولو پرمفکوره شهید کی ګلبدین دستی دتڼی ملحد پرډول اتڼ شروع کۍ بیاورک وو دچاپه تورلست کی وو اوس یی د اشرفغنی ملحد پر ډول اتڼ شروع کړۍ دۍ ،یومسخراچی غذل ویله : دصدوپردکان سپۍ دخندا مړه سوه دښورواپه هواتله پښه یی په وسوه اوس هم دۍ درءیس جمهوری په هوا روان دۍ وګورو چه کله به یی پښه په وسوځی
د نن ټکی اسیا چلوونکو ورونو السلام علیکم ! فکر کوم دوه ځلی د جناب عالی برادر مجاهد حکومتیار صاحب په اړه مخالفی تبصرو باندی د نن ټکی اسیا له خوا بندیز یا سنکشن لږیدلی او که ستاسی کوم غړی د غړیتوب له امله د حکومتیار صاحب د تسلیمی او دوهم غلامی تړون په ضد تبصری او ارزونی له نشرولو مخه نیسی ؟ که داسی وی نو د دوستم په شان طالمانو او یا د غنی او کرزی په شان غلامانو او مفسدینو په اړه هم لیکنی او تبصری بندی شی . کیدی شی د ځینو په اړه ځینی تبصری… نور لوستل »
حکمتیار خپله رنګه په تاریخ کې بد نامه کړه او دقدرت او څو دالرو لپاره یې ځان خرڅ که !!
ملګري یې په تلویزونو کې خوشې درواغ وایې او په دین مې ورته تبه شي .
الهې دې دی او دده بېواکه کچه زامن د ناسور په تبه ونیسي !
دا دنيا ده څوک به دصلاح الدين ايوبی په څېر وي ،نوڅوک به دابوجهل اوابن ابي په څېر وي،په خپل عمل نظر په کار ده هڅي نه الله رانه ناراضه شی او مونږ هم دجهل يار،سياف او نورو په شان شو،اوس هم دغدارانو ته دتوبي دروازه آزاده ده