fbpx

هغه جملې چې نباید ماشومانو ته وویل شي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

دلته له هغو جملو څخه یادونه شوې ده، چې تر ډېره یې خپلو ماشومانو ته وایو، په داسې حال کې، چې نباید هڅه وکړ، ترڅو دا ډول بې مفهمومه پیغامونه خپلو زامنو ته ور زده کړو . هڅه وکړئ، چې خپل ماشوم وهڅوئ، ترڅو خاص او ځانګړی فرد واوسي .

نران نه ژاړي :

  دا مورد ستاسو په لېست کې شتون لري . نه یوازې د دې خبرې کول سم نه دي او جنسي تبعیض دی، بلکې نا مناسبه او نا سمه خبره ده . ژړا له وېرې، ډار، غم او خواشینۍ څخه د فرد د خلاصون یوه مناسبه لار ده، که چېرې موږ ماشوم ته ووایو، چې نباید وژاړي، ښایي شخصیت ته یې زیان ور ورسوو .  

د پلار په څېر دې واوسه :

    تاسو باید په دې باندې ټینګار ونه کړئ، چې ماشوم له خپل پلار او یا هم له بل کوم فرد څخه تقلید وکړي، د دې پرځای هڅه وکړئ، چې خپل ماشوم وهڅوئ، ترڅو خاص او ځانګړی فرد واوسي .

که چېرې کوم چا شخړه پیل کړه، نو ته هم ورسره شخړه وکړه :

دوه ناسم کارونه د یوه سم کار سبب نه ګرځي . له موږ څخه د هېڅ یوه دا نه خوښېږي، چې ووینو زموږ ماشوم په پرله پسې توګه د شخړې په حال کې دی . نباید خپل زوی وهڅوئ، چې د شخړې او دعوا له پاره خپل لاسونه پورته کړي، حتا که دا کار د ښوونځي په انګړ کې له ځان څخه د دفاع په خاطر هم وي .

 

هلکان باید کلک او غوسه ناک وي :

  که څه هم موږ ډېر زیات غبرګونونه او کلیشه یي چلندونه وینو، خو داسې کسان شتون لري، دې ته یې پام کېږي، چې ځینې دردونه او کړاوونه خلک یو بل ته سره نیږدې کوي . غورده، چې خپل ماشوم ته دا ور زده کړو، چې انسان واوسي او دې ته اړتیا نه شته چې په ځان باندې فشار راولي، ترڅو دا ښکاره کړي، چې د تیږې په څېر کلک او سخت دی .    

اړتیا نه شته چې هلکان خپل احساسات څرګند کړي :

  په خپلواک ډول د بیان زده کړه او هوسا احساسات یو له هغو ارزښتمنو څیزونو څخه دی، چې که موږ د ژوند په یوه موخه لرونکې او له مانا ډکې لار کې له نورو سره شریک شو، نو کولای شو، له هغو څخه ډېر څه زده کړو . که چېرې داسې کار ترسره کړو، چې زموږ ماشوم تصور وکړي، چې د احساساتو بیان داسې موضوع نه ده، چې وغواړي په اړه یې فکر وکړي، نو پرځای د دې چې له هغه سره مو ښېګڼه کړې وي، د هغه شخصیت مو زیانمن کړی دی .

ټولې نجونې له یوه شتمن هلک سره مینه لري :

د فکر په دې بڼه کې ډېرې زیاتې ستونزې شتون لري . که چېرې د هرې موضوع له پاره د هیچا او ټول له کلمو څخه ګټه واخلئ، د خپل ماشوم له ودې سره مرسته نه ده کړې . د خبرو دا بڼه په هغه کې د کلیشه یي فکر بڼې د دوام سبب ګرځي او پرځای د دې چې تاسو د یو بل ترڅنګ وساتي، له یو بل څخه مو لرې کوي . غوره ده، فکر وکړئ، چې د فکر دا بڼه څه وخت ستاسو ذهن ته ننوته او اوس چې لا پسې ستر شوي یاست، آیا اوس هم په خېل دې منفي نصیحت باندې باور لرئ ؟ ښایي پام مو شي، له خپلو دې منفي جنسیتي انځورونو سره ستر شوي یاستئ، حتا پرته له دې، چې واقعاً یې په خپل ژوند کې حس کړئ .

ډېرې پیسې غوره دي :  

  خپل ماشوم ته دا ورزده کول، چې د یوه نر ارزښت د هغه د پیسو په کچه دی، نور ارزښتونه مو له پامه غورځولي او هغو ته مو ارزښت نه دی ورکړی، خو غوره ده چې هغه ته دا ور زده کړو، چې څنګه خپلواک شي او ټولنې ته خدمت وکړي او دغه راز هغه ته دا هم ورزده کړو، ترڅو له پیسو او مادیاتو پرته ارزښتونه په نورو څیزونو کې وګڼي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د