
سوله (صلح)
امين وردګ
((صلح)) الله او د هغه رسول (صل الله عليه و آله و سلم) ته يو خوښ عمل دى ؛ خو صلح بايد (د صالحو کسانو له خوا) د اصلاح پر بنا وشي !
مجاهدين د سولې په خاطر جګړې کوې او سوله يې هدف دى ، کوم کسان چې سوله نه غواړي هغوى په حقيقت کې اسلام نه غواړي ؛ ځکه چې اسلام مصلح کوونکى قانون دى ؛ نو سوله او اسلام سره تړلي دي.
مجاهد د سولې هدف لري ؛ له همدې امله خپلې قېمتي وينې په دې لاره کې تويوي .
مجاهدين د شرعي نظام (د نفاذ او حاکميت) د پاره جګړې کوي او د شرعي نظام حاکميت ټول صلح صلح دى !
شرعي نظام له لاندې دوو توکيو څخه جوړيږي :
1 – عدالت
2- امنيت
پدې دواړو کې د هر فرد له افرادو څخه ګټه ده ؛ هغه که مسلم وي يا غير مسلم ؛ خو همدا سوله شوه کنه .
نو چې کله يو څوک د شرعي نظام حاکميت غواړي ؛ کوم ناپوه به يې مخې ته (د بل ډول سولې په نوم) خنډونه جوړوي ؟
که چيرې بيا يوه ډلګۍ د شرعي نظام حاکميت نه غواړي او يا پر خپل مخالف لوري شک لري ؛ نو بيا بد کوي چې د سولې د پروسې په نوم خپل جيبونه ډکوي !
د سولې په نوم چې څو کاله (په افغانستان کې) دا ډرامه روانه ده ؛ دا صرف د خلکو اذهان مخشوشول دي او بل دا چې د هوښيارو او کمعقلو وګړو احصائيه اخلي !
موږ د سولې مکان او زمان دواړه ښه پېژنو او د دې سره سره د پروګرام د ګنډونوالو په تصاميمو او طرحو هم پوهيږو !.
هسې زما هغو هوښيارو او با تعلمه اشخاصو ته تعجب راځي ؛ څوک چې (سره له علمه هم) داسې منحوثو اهدافو ته د سولې اساسي او منتجه پروسه وايي .
وا خلکو !
باور وکړئ چې دا سوله (صلح) ناشونې ده ؛ که دا سوله و هم شي ؛ جګړه به دوام و لري ؛ ځکه چې د الله احکام خرڅول هم څه آسانه خبره نه ده ؛
ممکن کوم وخت د (پخوا په شان) د پردو شاته ماملې وشي ؛ اما اسلام ، دا خاوره او روڼ ځلان تاريخ يې پتنګان لري ؛ بيا به هم د همدې سوله کوونکو ککرۍ پرې بادوي ان شاءالله .
که دومره په اسانۍ سره سوله وشي ؛ نو بيا دا 16 کاله شپه او ورځ جګړې د څه د پاره وې ؟
هو ! سوله په داسې شکل کيږي : چې يو لورى به له خپلو اساسي اهدافو څخه تيريږي ، بيا ممکنه ده !
د بېلګې په توګه : طالبان په افغانستان کې شرعي نظام حاکمول غواړي او تر همدې شعار لاندې د افغانستان ډېرى خلک ور سره مل دي او حمايت يې کوي .
که طالب مشرانو پر دې مقدس شعار باندې مامله و کړه ؛ نو پر وړاندې به يې نور مجاهدين و دريږي او له دې مشرانو به پخواني رهبران درته جوړ کړي ؛ چې بيا به عام محضر ته را وتلاى هم نشي.
که کفري نړۍ (د افغان حکومت په شمول) له خپل هدف نه تيره شي _چې هغه د شرعي نظام پر ځاى د اساسي قانون حاکميت دى_ نو بيا به د هغوى پر وړاندې هم ټوله غربي نړۍ را پورته شي او ورته وايي به چې “په دې لاره [دمکراسۍ] کې خو زموږ د ځيګر ټوټې له منځه ولاړې او اوس مو مامله راته پرې وکړه !”
بس بيا به له هغوى نه هم نور را پورته کيږي او خپله اساسي لاره به تعقيبوي _چې هغه د اسلامي ممالکو تسخير ، د احکامو يې تعديل او تحريم دى_ نو دا سوله بلکل ناشونې ده او که و هم شي پايلې يې منفي دي .