شعـــــرونه

غزل/ سيد الهام

سيد الهام
تړي چې بند په بند په ځنځیرونو کې هډوکي
دا خلګ به لري خدایږو په زړونو کي هډوکي

عجبه ده په ژبه یې تیریږي نه یې ویني
له ورایه وي د ځینو په لفظونو کې هډوکي

نو څنګه به ترې خلاص شي په کوګل کي غوښین زړونه
له چا چي محفوظ نه وي په قبرونو کې هډوکي

د نه پوهي له لاسه دومره پس پاته شوو دلته
که مات يې وو له ځايه بدنونو کې هډوکي

چاره نشته په مینه یې زغمه ګوره الهامه !
د چا په په تريو تندي د چا نازونوکي هډوکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x