آزادۍ غزل/ محمد نعيم افغانزوی

محمد نعيم افغانزوی

بې خماره پیمانې دي راته راشه
د دردونو سلسلې دي راته راشه

د کړاو زانګو کې زانګمه کړېږم
خوږه نشته بس ترخې دي راته راشه

ناپرسان کلي کې ګرزم ناپرسانه
زما ناپرسه ورځي شپې دي راته راشه

په رڼاو پسې ګرزمه تیاره ده
راخورې توري تیارې دي راته راشه

د شپونکې شپېلۍ شوه ماته په صحرا کې
بې شپېلیه یې نغمې دي راته راشه

ستا تصویر مې آزادۍ په زړه لیکلی
د راتګ دې آوازې دي راته راشه

کاش چې خپله تنده ستا په دید کړم ماته
بې باور د ژوند شېبې دي راته راشه

افغانزوی به درته لاري په ګل پوښم
ستا د دید مې تلوسې دي راته راشه

محمد نعیم افغانزوی