fbpx

دفلکي علومو لارښود (14) دزمکنۍ کرې دپنځو لویو او اساسي دایرو پيژندنه

مفتي احسان الله

دزمکي دکرې پنځه لويې دایرې:

دزمکي پر کره فلک پوهانو پنځه لويې دایرې فرض کړي دي، چې ټوله کره پر پنځو برخو وېشي، ددې دایرو لنډه پیژندنه په لاندي ډول ده.

1- دایره خط استوا (Equator):

دزمکي دکرې پر مابین دشمال او جنوب په منځ کې فرضي را تاو خط ته، خط استوا وايې، دا خط کره پر دوو برابرو برخو وېشي، یوې ته يې شمالي نصف کره، او بلي ته يې جنوبي نصف کره ویلکیږي، دخط استوا له قطب شمالي او جنوبي نه فاصله بلکل برابره (90) درجې وي، دا خط دعرض بلد لپاره صفر درجه تسلیم شوی دی، دخط استوا نيژدې منطقې تر ټولو زیاتي ګرمي وي.
یا په اسان الفاظو سره: له قطب شمالي او له قطب جنوبي نه د 90 درجو پر برابر، صفر درجه عرض بلد، دخط استوا دایره بلله کیږي، چې دې ته دایره عظیمه هم وايې.

2- دایره خط سرطان (Tropic of Cancer):

دخط استوا دشمال لور ته، د [23°26°22] 23درجې، او 27 دقیقې، یا (23.45 درجو) پر فاصلې باندي دعرض بلد دایرې ته خط سرطان، یا مدار سرطان وايې، دخط سرطان دایره همیشه وړوکي یا صغیره دایره وي، دقطب شمالي لور ته، خط سرطان هغه وروستۍ منطقه ده، چې په کال کې، کم از کم یو ځل دلمر واړانګي عمودا ورباندي لګیږي، له 23 درجو نه دقطب شمالي خوا ته بل پر ټوله منطقه دلمر واړانګي یا شعاعي عمودا نه لګیږي.

3- دایره خط جدي (Tropic of Capricorn):

دخط سرطان پر مخالف سمت، دجنوب خواته بلکل برابر عرض بلد ته، خط جدي، یا مدار جدي ویلکیږي، دا خط هم له خط استوا نه ددرویشت نیمو [23°26°22] (23°27) درجو پر فاصلې واقع ده، خط جدي دجنوب لور ته اخيري هغه منطقه ده، چې کم تر کمه په کال کې یو ځل دلمر وړانګي ورباندي عمودا لګیږي، او دخط جدي دایره هم دخط سرطان په شان دایره يې صغیره ده.

4- قطبي شمالي دایره (Arctic Circle):

له خط استوا نه د 66 درجو او 33 دقیقو (66.55 درجې) [39°33°66] پر فاصلې باندي واقع، دعرض بلد دایرې ته، دایره قطبیه شمالیه، یا منطقه بارده شمالیه، او یا منطقه منجمده شمالیه ویلکیږي.

یادونه:

دقطبي شمالې دایرې، دشمال لور ته یو داسي منطقه هم شتون لري، چې په کال کې یو ځل 24 ساعته لمر، او یو ځل 24 ساعته شپه وي، یعني کله چې ورځ 24 ساعته وي، نو ټوله ورځ لمر نه لوېژي، او که 24 ساعته شپه وه، نو بیا 24 ساعته لمر نه راخيژي.

5- قطبي جنوبي دایره:

دشمالي قطبي دایرې نه پر برابر، مخالف سمت ته د66 درجو او 33 دقیقو [39°33°66] عرض بلد خط باندي واقع، خط ته دایره قطبي جنوبي ویلکیږي، دا هم دشمالې هغې په شان دایره صغیره ده، او منطقه منجمده جنوبیه هم ورته وايې.


ګرمه منطقه:

له خط استوا نه دشمال یا جنوب لور ته، تر خط سرطان یا جدي پوري منطقې ته، ګرمه یا حاره منطقه ویلګیږي. یا له خط استوا نه دشمال خوا ته تر (16°26°23) او یا (°23.4378) خط پوري، همدا شان له خط استوا نه دجنوب لور ته تر (16°26°23) او یا (°23.4378) درجو پوري ګرمه یا حاره منطقه بلله کیږي.

معتدله منطقه:

دخط استوا نه دشمال خوا ته له خط سرطان (23.45) نه بیا تر دایره قطبیه شمالیه (66.55) پوري معتدله منطقه بلله کیږي، دلته ګرمي او یخني سره برابره وه، نه دګرمي منطقې په نسبت زیاته ګرمي، او نه هم دیخي منطقې په نسبت ډیره یخني وي.

بارده منطقه:

دخط استوا نه دشمال طرف ته له (66.55) عرض بلد نه تر شمالي قطب پوري، یخه یا سړه منطقه ورته ویل کیږي، همدا شان له خط استوا نه دجنوب لور ته د (66.55) غرض بلد نه وروسته، تر قطب جنوبي پوري بارده یا سرده منطقه ده.
دغو دواړو منطقو ته، شمالي منجمده او جنوبي منجمده مطقه هم وايې.

یادونه: استاذ دي شاګردانو ته دپنځو واړو دایرو تفصیل دیاد شکل سره برابر وریاد کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د