نظــر

د ښځې زمامداري او په شورا کې یې غړیتوب (د عنوان دوام)

ژباړه: انور افغان

پر جنسي ازادۍ سربېره په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې د پردیو نارینوو او ښځینوو اختلاط له شرعي حجاب (چي اسلام د ښځو د ځان ساتنې او د هغوﺉ له عفت او درنښت څخه د ملاتړ په موخه پرې فرض کړی) سره په ټکر کې دی.

بلکې د فساد او فحشا سرچینه او ځيني وختونه له هغې څخه د فحشا په څېر تعبیر شوی، لاندیني دلایل په ښه ځیر سره ولولۍ.

﴿وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا﴾ [النور: ۳۱].

« ښځينه مومنانو ته ووایه: خپلې سترګي دي له نا محرمو ښکته وساتي (یوې او بلې خوا ته دي نه ګوري) او خپل عورتونه دي مصؤن ( محفوظ ) کړي او خپله ښکلا دي نه ښکاره وي»

او دا ایت: ﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ﴾ [الأحزاب: ۵۹].

« اې پېغمبره! خپلو مېرمنو، لورانو او مسلمانو ښځو ته ووایه چي: خپل پړوني دي په خپل ځان را ښکته کړې، دا کار د دې لپاره چي وپېژندل شي او مزاحمت ورته ونشي غوره دی، الله تعالی هر کله بښونکی او مهربانه دی»

امام مسلم له ابو هریره (رض) او هغه له رسول الله (ص) څخه داسي روایت کوي:

«كُتِبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ نَصِيبُهُ مِنَ الزِّنَا مُدْرِكٌ ذَلِكَ لاَ مَحَالَةَ، فَالْعَيْنَانِ زِنَاهُمَا النَّظَرُ، وَالأُذُنَانِ زِنَاهُمَا الاِسْتِمَاعُ، وَاللِّسَانُ زِنَاهُ الْكَلاَمُ، وَالْيَدُ زِنَاهَا الْبَطْشُ، وَالرِّجْلُ زِنَاهَا الْخُطَى، وَالْقَلْبُ يَهْوَى وَيَتَمَنَّ ، وَيُصَدِّقُ ذَلِكَ الْفَرْجُ وَيُكَذِّبُهُ».

« د هر انسان په حق کې د زنا یوه برخه مقرره شوې او دا برخه به په دغه صورت کې تر لاسه کېږي:

د سترګو زنا نامحرمو ته کتل دي، او د غوږونو زنا پارونکو خبرو ته غوږ اېښودل دي، او د ژبې زنا د شهوت پارونکو خبرو کول دي، او د لاس زنا، نا محرمو ته لاس ورکول دي، او د پښو زنا د حرام کار په لورې حرکت دې، نفس خواهش او غوښتنه کوي او شرمګا بیا هغه یا تایید یا رد وي»

په سنن ترمذي، ابو داود او دارمي کې له علي (رض) څخه روایت شوې چي پیغمبر (ص) هغه ته ووېل: «لاَ تُتْبِعِ النَّظْرَةَ النَّظْرَةَ فَإِنَّ لَكَ الأُولَى وَلَيْسَتْ لَكَ الآخِرَةُ».

« بیا بیا مه ګوره، ستا څخه یوازې لومړنی نظر معاف دې او تا ته د دویم ځل کتلو جواز نشته»

د ترمذي او ابو داود په روایاتو کې لولو چي پیغمبر (ص) د نظر ( کتو ) په اړه په مطلق ډول سره داسي فرمایلي: «كُلُّ عَيْنٍ زَانِيَةٌ». نا محرمو ته هر ډول مسلسل کتل زنا ګڼل کېږي»

د علي (رض) حدیث ته په کتو سره لومړی نظر ( چي تصادفي او له قصد پرته کتل وي ) کومه خبره نه ده، ځکه دا کتل غیري ارادي وي او معاف شمېرلای کېږي خو که چېرته قصداً وي لومړی نظر ( کتل ) هم ګناه او نه معاف کېږي.

او په تکرار سره کتل حرام او د شهوت په وجه وي.

د ابو هریره (رض) له ورستي حدیث څخه چي نا محرمو ښځو ته کتل ( که په شهوت یا هم له هغې پرته ) وي مطلقاً حرام او د سترګو د زنا تعبیر ورڅخه شوی.

پورتني دلایلو ته په کتو سره هغه احکام او اداب چي په دې ایتونو او حدیثونو کې د ټولنې د اخلاقي او ټولنیزي اصلاح په خاطر په نظر کې نیول شوي، ایا پورتني قراني ایتونه او احادیث له نارینوو سره د ښځو ګډ کار ته د جواز ورکړه نه نفي کوي؟

ایا په سیاسي پوسټونو کې د ښځو شتون او په ساعتونو د دندې تر سره کول د حجاب په سهي رعایت سره تر سره کېږي؟

ایا د هغوۍ د کار سیمه په مختلط ډول سره نه ده؟ ایا نارینوو ته د هغوۍ نظر او د هغه برعکس یوازې یو ځل او هغه هم همداسي نظر تېرېدونکی او تصادفي وي؟ «إن لك النظرة الأولى، وإن عليك النظرة الثانة».

ایا دا ښځې پردي نارینوو ته لاس نه ورکوي؟ او د سترګو په زنا نه مرتکیبیږې؟! «الْيَدَانِ تَزْنِيَانِ وَزِنَاهُمَا الْبَطْش».

ایا هغوۍ له نا محرمو سړیو ( حتی له کافرانو ) سره ځانګړې ليدنې نه لري؟ ځیني وختونه وزیران، والیان او … هغوۍ لېدو ته نه ورغواړې؟ او ځیني وخت ښځې د نارینه خصوصي لیدنې نه مني؟!

ایا په دې ځانګړو لیدونو کې له هغوۍ سره د هغوۍ محرم هم وي؟!..

نو دا ډول محرمانه لیده کاته د دې حدیث په رڼا کې څنګه توجیه کېدای شي؟

«لاَ يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ إِلاَّ كَانَ ثَالِثَهُمَا الشَّيْطَانُ».

« هیڅ نر له ښځي سره نه یوځاې کېږي، مګر دا چي درېیم یې شیطان دې»

«إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ…….».

« نا محرمو ښځو ته له ورننوتو څخه ډډه وکړۍ»

له هغو کارونو پرته څه چي تېر شول، په اداراتو کې د ښځو استخدام او د فاسدو شوراګانو مجلسونو ته د هغوۍ لېږل او له دې پرته نورې بې شمېره لکه: له پردیو سړیو سره د هغوۍ اختلاط ( یوځای والی )، د شرعي حجاب پرېښودل، نامحرمو خلکو ته د لاس ورکول، پټې لیدنې، د ټاکنیزو سیالیو په وخت کې د زرګونو انځورونو نیول او خپرول، یوازې د څو کسانو په مخکې نه بلکې د رسنیو په کچه د ځان ښکارونه، د زرګونو نا محرمو کسانو حضور ته په ښکلیو جامو او د خوشبویه عطرو په استعمال د ځان تظاهر کول او نور بېلا بېل په کې نغښتې.

«إن امرأة إذا استعطرت فمرت على قوم ليجدوا ريحها فهي زانية».

« هغه ښځه چي عطر ووهي او د نارینوو پر يوې ډلې تېره شي، څو د هغې خوږ بوی د هغو تر سپږمو ورسېږې، هغه ښځه زناکاره شمېرل کېږې»

پورتنی حکم یوازې د نارینو په مخکې د ښځو تېردلو په اړه نه ده او په هغه صورت کې چي د نارینوو مجلس ته حاضرېږي او عطر یې استعمال کړې وي حکم یې تر دې هم سخت دې.

د ټاکنو پلویان دا ټول مفاسد نا لیدلې نیسې او د صریحو آیتونو او صحیحو نبوي احادیثو په تحریف په بشپړه بې شرمۍ سره هغو ته شرعي بڼه ورکوي.

که چېرته په سیاسي او اداري پوسټونو باندې د ښځو ګمارل د هغوۍ مسلم شرعي حق وای، باید د نبوت یا هم د راشده خلفاؤ په زمانه کې دا حق ښځو ته ورکړل شوی وای، حد اقل د دې دلیل د روا والي په اړه یو کوچنی مصداق هم نه دې پیدا شوی.

ایا د نبوت او راشده خلفاؤ په زمانه کې څو مسلمانو ښځو د شوری غړیتوب لری؟ او د هغو له جملې څخه یې څو تنه د والي، قاضي او … په توګه ګمارل شوي وې؟ ()

په قاطعیت سره باید وویل شي، دا هیڅ نه ده ثابته شوي چي د رسول الله (ص) او د راشده خلفاؤ په زمانه کې حتی په یوه مورد کې ( نه په سیاسي او اداري او نه هم له دې پرته ) د مسلمانانو چاري هغوۍ ( ښځو ) ته سپارل شوې، په داسي حال کې چي د هغې زمانې ښځې د قران کریم د نزول عیني شاهدانې وې، دین یې په مستقیم ډول له رسول الله (ص) څخه زده کړی، د هغې زمانې د ښځو پوهه، تقوا او د ژبې فصاحت تر اوسنیو هغو ( چي د قران کریم په الفبا باندې لا سهي نه پوهېږې ) په کراتو لوړ وه.

نو د پېغمبر (ص) دغه عملي او واقعي او د ده د خوږو یارانو په ځانګړې توګه د راشده خلفاؤ سیرت له نارینوو سره د ښځو د ګډ کار پر حرام والي باندي یو بل دلیل دې.

د همدې حکمت او فلسفې په وجه ښځې په جهاد کې له ګډون، د جمعې په لمانځه او په جماعت کې له ګډون کولو څخه معاف دي.

له بل لورې د سیاسي مشر یا هم د خلکو د استازې په توګه د یوه شخص ټاکل، په حقیقت کې هغه ته د یوه لوی مسوولیت سپارل دي، هر څوک د دې اهل نشي کېدای چي دا مسوولیت ورته وسپارل شي، د دې مسوولیت اخیستونکی کس باید دا ځانګېړنې ولري لکه: علم، امانت ساتنه، صداقت، عدالت، ځیرکتیا او …

دغو شرایطو ته په کتو سره ښځه نشي کولای مشره یا هم د خلکو استازې شي، ځکه د رسول الله (ص) په شهادت سره ښځې له بشپړ عقل او دیانت څخه نه دي برخمنې:

«مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ». [د بخاري او مسلم روایت ].

« هیڅ ناقص العقل او ناقص دین مي نه دې لیدلی چي ستاسو په شان د هوښیارو او پوهو کسانو عقل برمته کړي»

وروسته یې بیا د ښځو عقل بیان کړ او وفرمایل: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ الْمَرْأَةِ مِثْلُ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ؟».

« مګر د ښځې شهادت لکه د نارینه د نیمایي شهادت په شان ده»

په داسي حال کې چي د ښځې شهادت په عادي او ناچیزه معاملاتو کې بشپړ شهادت نه منل کېږې، د احساساتو او عواطفو تر تاثیر لاندې د راتلو په وجه نشي کولای شهادت په سمه توګه ادا کړې نو څنګه کېدای شي چي د ټولنې غټ غټ کارونه دي یوې ناقص العقلې ته وسپارل شي؟ او څنګه به وکولای شي چي دا ټول کارونه تر سره کړې؟!.

د صادق امین وینا بلکل په ځای ده «لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x