
غزل/ عبدالباقي مهاجر
عبدالباقي مهاجر
ستړی ولس ستړي سلګۍ دی څنګه هیرې کړلې
دا پاکې وینې قربانۍ دې څنګه هیرې کړلې
د ټرمپ غلام شوې غلامي دې د الله پریښوده
احمقه تللې ککرۍ دې څنګه هیرې کړلې
زخـمي هـیـواد درتــه ښه طمعه د آتل لـرلـه
بـوتله سرې سترګې مور کۍ دې څنګه هیرې کړلې
د پتلنونو نیګټایي لباس تـه ورسیدې
دا سنت ږیری او پګړۍ دې څنګه هیرې کړلې
د غرب د ډول سرود سُرنا ته ور په غاړه شولې
مستې ټپې د ملالۍ دې څنګه هیرې شولې
د جهنم سودا دې وکړه په یو څو ډالرو
د جنت ها سپینې ماڼۍ دې څنګه هیرې کړلې
د (مهـاجر) د وطـن هـغـه زنـدانـي مـلګـري
پښو کی ولچکې او کړۍ دی څنګه هیرې کړلې