fbpx

بدخشان کې د واورې ښويېدو له امله ۲۲ تنو ته مرګ او ژوبله رسېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۱۶، ۱۳۹۵۵ل): په بدخشان ولايت کې له تېرې ورځې راهيسې د واورې ورښت دوام لري، د دې ولايت سيمه ييز چارواکې وايي چې تيره شپه دوه بجې د مايمي ولسوالۍ په برغُت سيمه کې واوره ښويېدلې او له امله يې ۲۲ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د معلوماتو په اساس د واورې ښويېدو له امله ۱۰ تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۲ تنه ژوبل دي، له دې علاوه ۲۵ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

له طبيعي حوادثو سره د مبارزې رئيس سيد عبدالله همايون دهقان وايي چې د برفکوچ له امله زخمي شوي او له کورونو وتلي خلک له سرپنا پرته په يخه هوا کې شپې سبا کوي.

نوموړی وايي د برغُت سيمه کې د مايمي ولسوالۍ له مرکز نه ۱۲۰۰ کيلو متره لرې پرته ده چې له مرکز او شاوخوا کلیو ورته غزېدلې لارې ټولې بندې دي، دی وايي تر اوسه پورې ۱۶۰ سانتې متره واوره شوې او لا هم اوريږي.

ښاغلي دهقان وويل چې موږ يوازې د هوا له لارې دغې سيمې ته خوراک، ګرم کالي او دواګانې انتقالولی شو، ده له دولته وغوښتل چې بايد چورلکې په واک کې ورکړي تر څو د خلکو مشکلات حل کاندي.

مايمي ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه ۳۲۰۰ کيلو متره لرې پرته ولسوالۍ ده، د واورې د ورښت له امله دغې ولسوالۍ ته تللې لارې له مرکز سره هم بندې شوې دي.

ښاغلی دهقان وايي د مرکز فيض اباد او ۱۰۰ سرحدي ولسواليو تر منځ غزېدلې لارې له درې مياشتو راپه دې خوا د واورو له امله بندې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د