fbpx

د کابل- کندهار په لويه لار ۳۰۰ مسافر د مرګ له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۱۶، ۱۳۹۵۵ل): د سختو واورو له امله د کابل – کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده او له ۳۰۰ څخه زيات مسافر په واورو کې بند پاتي دي.

د کابل- کندهار په لويه لار د زابل د شاجوي له پښ کندي څخه د غزني تر قره باغ پورې سختې واروې شوي دي چې له امله يې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی او ګڼ مسافر وړونکي او باروړونکي موټر په کې بند پاتي دي.

مسافرو د تليفون په کرښه خپلو کورنیو ته ویلي چې دوی په واورو کې له سهار راهیسې په موټرو کې ناست دي او د مرستې هېڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

د غزني ولایت ویاند جاوید سالنگي رسنیو ته ویلي چې دوی خپل د ژغورنې عمله سیمې ته استولې؛ خو تر ۷۰ سانتي متره زیاته واوره شوې چې د ۳۰۰ مسافرو ژغورنه يې سخته کړې ده.

بل خوا په واورو کې بند مسافرو د چارواکو دغه ادعا دروغ ګڼي او وايي چې هېڅ مرستندویه ټیمونه سیمې ته نه دي ورغلي.

د ورکړل شوو راپورنو په بنسټ په دغه سیمه کې هوا منفي پنځه درجې ښودل شوې؛ که چیرته مرستندویه ادارې سيمې ته ورنشي؛ انديښنه ده چې ډیری مسافر به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په مسافرو کې ډیری يې ښځې او ماشومان او یو شمېر ناروغان هم شامل دي.

سليم بريال

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
آمیري
میلمه
آمیري

الحمدلله داسلامي امارت دشاهراه مجاهدینو یاد خلک له مرګ نه ژغورلي دي چې په خپله ویب پاڼه یې دغه خبر نشر کړی دی …………….. زابل کې مجاهدینو په واورو کې بندګڼ شمېرهیواد وال وژغورل دزابل ولایت له مرکز نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : دزابل ولایت دشهراه مجاهدینو بیګاه ماسخوتن دکندهار کابل پرلویه لاره ګڼ شمېر مسافرچې په طوفاني واورو کې راحصارؤ دملکي خلکو په مرسته وژغورل دهمدي ولایت دشاجوی ولسوالۍ د باکورزو، منجاریانو، ملامحمدعلي کلي ، دعظمت کلي ، اندړو کلي ، بازرګان ، حسن کاریز اوبازار ولسي خلکو په مرسته ګڼ شمېر هیواد وال چې په… نور لوستل »