نظــر

ایریئل شیرون د بیروت قصاب

سرچینه : د ایکونومسټ او بي بي سي ورځپانې
ایریئل شیرون د اسرائیلو د پاره په څو سیاسي او فوځي لسیزو کې د اسرائیلو د جنګي او سیاسي اشخاصو څخه یو مخکښ شخص ګڼل کیده.
په نظامي ډګر کې او د هغه څخه وروسته د نوموړي د ملاتړو (امریکا او برطانیه) د پالیسو په مرسته اسرائیل نن دې حالت ته را ورسول. د ایریئل شیرون د ژوند یواځنی هدف اسرائیلو ته امنیت ور په برخه کول وه. ایرئیل شیرون د فلسطین څخه په نیول شوو او یا هم متنازعو سیمو کې د اسرائیلو د ودانیو جوړولو خاص ملاتړ وو، خو په اخره کې د نوموړی په امر سره فوځ د متنازعو سیمو څخه په شاه راتګ سره د ده ټول ملاتړي ګوته په غاښ کړل.

ایریئل شیرون په ۱۹۲۸ زیږدیز کال په فلسطین کې پیدا شوي، چې په هغه وخت کې نوموړې سیمه د برطانیه تر استعمار لاندې وه. د ځوانۍ په وخت ېې د یهودو یوه ټوپکیز استخباراتي ګروپ هګنا کې ځان شامل کړ، او په ۱۹۴۸-۴۹ کلونو کې د عرب او اسرائیلو په جنګ کې د یو قومندان دنده پر غاړه درلوده. په ۱۹۵۰ زیږدیز کال کې ایریئل شیرون د ۱۰۱ نومي ګروپ کې څان ور کډ، چې د نوموړی تنظیم یا ګروپ هدف د فلسطینانو د فدایانو یعنې مسلحو فلسطیني ګروپونو مخه ډپ کول او د هغوۍ په خلاف جنګي پالسي جوړول وو. ایریئل شیرون د اسرائیلو د هیواد د منځته کیدو څخه په ټولو جنګونو کې ونډه اخیستې ځکه خو نوموړی ته اسرائیل د جنګې پالسو په جوړولو کې ډیر په احترام قایل دي.

په ۱۹۵۶ زیږدیز کال د سویز کانال په جنګ کې د یو عادی فوځي په صفت ځان داخل کړ، وروسته وروسته نوموړۍ د جنرالۍ نظامي رتبې ته ځان وراسوه.

په ۱۹۶۷ زیږدیز کال د مصر او اسرائیلو تر مینځ جنګ کې نوموړۍ د صحراهې سینا په سیمه کې د یو ګروپ مشري کوله، د نوموړۍ نظامي پالیسویو په اساس په صحراهي سینا سیمه کې مصري فوځ ته ماته ورکړه پدې ماتې سره اسرائیلو د سینا په جزیره په مکمله توګه برلاسي تر لاسه کړله. شپږ کاله وروسته مصر او شام د اسریئلو سره په نښته کې شول بیا نوموړی په همدې منطقه کې د مصر فوځ مخه ډب کړه، چې د نوموړي په دغه کار سره د د جنګ نقشه بدله شوه او جنګ د اسرایئلو په ګټه تمام شو. دوه میاشتې وروسته ایریئل شیرون د اسرایئلو پارلمان ته لاره پیدا کړه، بیا نوموړي یو کال وروسته دغه دنده د اسرایئلو وزیراعظم اسحق رابین د امنتي سلاکار په حیث پریښوده. نوموړی یو ځل بیا په ۱۹۷۷ زیږدیز کال کې د اسرایئلو پارلمان ته لاس رسی پیدا کړ، او په ۱۹۸۱ کال کې ېې د دفاع ورزارت چوکۍ تر لاسه کړه. د نوموړی د ظلمونو د لاسه د فلسطینیانو د صبر کاسه نوره تر خولې ورسیده هماغه وه، چې د
 PLO (Palestine Liberation Organization) یعنې د فلسطین بیلتون غوښتونکو ډلې د جنوبي لبنان څخه شمالي اسر ایئلو باندې راکټي حمله وکړه، په پایله کې اییرون شیرون په ۱۹۸۲ کال کې نوموړي هیواد باندې د حملې منصوبه بندي پلان جوړکړ، بغیر لدې، چې د وزیراعظم څخه امر واخلي بیروت لبنان ته فوځ ولیږه او د څه ظلم وروسته پي ایل او دي ته اړ شوه، چې د نوموړي هیواد څخه پښې سپکې کړي. په دې کار سره خو پي ایل او د لبنان څخه ووتل خو په نوموړي هیواد کې د اسرایئلو تر چتر لاندې دوه مهاجرینو کمپونه لبناني مسلح عیسايي افرادو د ټوپک شپیلۍ په مظلومو فلسطینیانو را واړولې او بې شمیره فلسطیني غریب ولس ېې شهیدان کړل. پدې واقعې سره د فلسطینیانو په زړه نو کې د  اییرول شیرون نفرت پیدا شو. شارون دغه مهال د قصاب لقب خپل کړ چې د لبنان جنوب «صبرا و شتیلا» او فلسطین باندې خونړي بریدونه وکړل. د اسرایئلو یوې محکې په ۱۹۸۳ کال کې د بیروت ۱۹۸۲ قضیه تر څیړنې لاندي ونیوله، نتیجه ېې دا شوه چې نوموړې محکمې اییرول شیرون د فلسطینیانو په قتل عام تورن کړ او له خپلې دندې ېې ګوښه کړ. ایریئل شیرون د اسرایئلو د ودانیو جوړولو په فلسطینۍ خاروه کې ډیر حامي او ملاتړی وو، په ۱۹۹۰ کال کې نوموړی د دغو کورونو جوړولو د وزیر په حیث وټاکل شو، کله چې په ۱۹۶۷ کال کې اسرایئلو په فلسطین حمله وکړه نو تر ټولو زیاتې ودانۍ په دغه وخت کې اسرایئلو د فلسطین په خاوره کې جوړې کړې. په ۱۹۹۶ کال کې کله چې د بینیامن نیتن یاهو د ښي لاس خلک د حکومت رسۍ په خپل لاس کې واخستلې نو ایریئل شیرون ېې د کابینې غړی وټاکه. په ۱۹۹۸ کال کې ایریئل شیرون د اسریئلو خارجه چارو وزیر وټاکل شو، د نوموړي په ټاکلو د اسرایئلو وزیر اعظم بینیامن نیتن یاهو وویل: نوموړی یو قابل شخص دی او مونږ باید ماضي پریږدو او د تیرو ۱۵ کالو په دروان کې د ده په کارنامو باید فخر وکړو. په ۱۹۹۹ کال کې د نیتن یاهو شکست سره شیرون د حزب اختلاف یعنې د لیکود ګند مخکښ شو. په ۲۰۰۰ کال کې د کمپ ډیوډ د مذاکراتو ناکام شول نو ایریئل شیرون د اسرایئلو په وزیر اعظم ایهود براک تور ولګاوه، چې هغه ورځ به هم لرې نه وي چې نوموړی وزیر اعظم د یروشلم د امن په معاهده د فلسطینیانو سره هوکړې ته ورسیږي.

ایریئل شیرون د ۲۰۰۱ کال په انتخاباتو کې مطلق اکثریت تر لاسه کړ او د اسرایئلو وزیر اعظم وټاکل شو. اسرایئلو ته ېې د پوره امن ډاډ ورکړ او خپلو خبرو کې ېې علاوه کړه، چې د فلسطینیانو سره په تیرو ژمنو به متعهد نه اوسم.

 د غزا او د غربي اردن څخه د نوموړی په امر د یهودو پنځه کمپونه خالي کول او دا ېې هم وویل چې دی نه وروسته به د کمپونو انخلا یو طرفه نه وي، پدې کار سره نوموړی د خپل ګند لیکوډ د سخت غبرګون سره مخامخ شو او ۲۰۰۵ کال کې ېې دغه ګند پریښود او پارلمان ېې منحل کړ او د قدیمه ګند په نامه ېې بل ګند جوړ کړ.

داسې ښکاریده، چې نوموړی به د دې بل ګند په اساس یو ځل بیا د ولسمشر چوکۍ ته ځان ور ورسوي، خو دا امید او هیله ېې ځان سره دوزخ ته یو وړله، پدې معنی چې په ۲۰۰۶ کال کې الله (جلاله هو) یوه جړکه یا ټکان ورکړ چې دغه ټکان نوموړی ۸ کاله په بستر وغزاوه، چې اکثرو اندامونو ېې بد بوی هم اخیستی وه، بلاخره الله (جلاله هو) د دنیاوي عذاب څخه خلاص کړ او ابدي عذاب ته د ۸۵ کلو په عمر ور ټیله کړ، د الله (جلاله هو) څخه په دې تمعه چې د نړۍ نور شیرونیان هم په خپل دنیاوي او اخروي عذاب کې را ګیر کړي. آمین.

شیرون د دنیاوي عذاب په لمبو کې :
http://www.youtube.com/watch?v=KlVsLfFbxJQ

شیرون وایي فلسطین به نیسو:
http://www.youtube.com/watch?v=iSHyny7Ia8k

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x