fbpx

د سرپرست والي ټاکنې د کندهار د پیښې ابهام نور هم زیات کړ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ خبري رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلی عبد الحنان منیب د کندهار ولایت لپاره د سرپرست په توګه وټاکل شو.

په کار خو دا وه چې د کندهار لپاره د سرپرست تر ټاکلو وړاندې د کندهار ولایت په تر ټولو خوندي ځای کې د مبهمې او خونړۍ پیښې جزئیات له ولس سره شریک او عاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي وای.

ځکه دا څه معمولي پیښه نه ، بلکې په هغې کې د امنیتي ځواکونو تر سترګو لاندې د یاد ولایت په تر ټولو خوندي ځای کې د ولایت لومړی مقام (والي) او د هغه په غوښتنه رابلل شوی د اماراتو سفیر او دیپلوماتیک پلاوی په نښه او د پنځو عرب دیپلوماتانو په شمول نور ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول.

د کندهار تر پیښې وروسته یاد ولایت ته د پیښې د حقیقت معلومولو لپاره د متحده عرب اماراتو او برتانوي تحقیقاتي ټیمونو په راتګ سره ولس په دې باور و چې د هیواد د کشفي ارګانونو ترڅنګ د برتانیا او اماراتو د پرمختللیو کشفي او تحقیقاتي ټیمونو په پلټنو کې به خامخا د یادې پیښې اصلي ماهیت او په هغې کې ښکیل عاملین ټول څرګند شي، خو دا چې د بهرنیو پرمختللیو او مسلکي ټیمونو له ګډون سره سره تر یوې میاشتې تیریدو وروسته هم لا د پیښې ټول بهیر همداسې ګونګ پاتې دی له ولس سره یې پر شته ابهاماتو سربیره نور هم ډیر شکونه را پیدا کړل.

ښایي تردې وروسته هیڅ بهرنی دیپلوماتیک لوری پر کندهار امنیتي چارواکو او د هغوی د بي کفایتې له وجې د هیواد پر ټولو امنیتي ځواکونو د ځان د امنیت په برخه کې هیڅ ډول اعتماد ونه کړي.

د کندهار نوي سرپرست والي ته اړینه وه چې د ځان تر سرپرستي وړاندې یې د یادې پیښې د عاملینو څرک لګولي وای ، کنه په دغسي بي پُرسه اداره کې هیڅ لیرې نه ده چې سبا خپله دی هم د ښاغلی همایون عزیزې په څیر د بلې مبهمې پیښې قرباني شي او د هغې د عاملینو په پیدا کولو کې هم ټول خارجي او داخلي پلټونکی پاتي راشي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khushal
میلمه
khushal

د قندهار په پیښه کی د نن ټکی اسیا د ارزونی په اړه : ستاسی ارزونه سمه ، مګر نامکمله ځکه ده چه تر اوسه یی عاملین په ښکاره کی ورک دی ، د خلکو به زړونو کی ورک نه بلکه د خلکو له سترګو په زوره پټ شوی په داسی حال کی چه د لمر په شان ښکاره او د کابل غلامان او باداران پوهیږی چه د قندهار د پیشی اصلی عامل عبدالرازق دی ، ولی ؟ لمړی : دغه د والی د کور په شان ( لکه د قندهار د ښار او شاریانو مشر ) ډیر ځانګړی او… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

محترم خوشحال خان ورور يوي تكي ستاسي په معقول و جامع بيان كي مبهم او بي دليل پاتی شو، چی تاسو ليكلي یاست، والی ھم غلا او حرامخوری کی شریکیدل غوشتل؟ سومرہ چی خلک ته معلوم دي، والي غوشتل چی گمرکی عواید باید رسمی او حکومتی بودجی ته تسلیم شيوي واي. مگر د امنیي قومندان نه منل. كه تا سو سره دخپل ادعا ثقه او مستند دليل موجود وي مهرباني وكي، خلكو سره شريكي كي. كه نه نو تاسو محترم ورور ته معلومه دی، چی يو بيگناہ او خدمتگذار سری پسي تھمت او بھتان خپرول، حتی كه دبل چا نه… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

محترمه خوشحال خان صاحب اول می دمینی ډک سلامونه وه منه هر هغه څوک چه دقوم حتی دخپل ځان مور اوپلار په حقله حقیقت پټوی هغه دالله دښمن دۍ داچه زه اچګزۍ یم حق نه پټوم درازق دپاره داچه دعربو په مو جودیت کی چه له افغانانوسره دوستی کوی داسی پیښه کیږی دادغټودښمنانوکاردی رازق خو یوازی والی ته هم بم ایښوولای سواویایی په بله طریقه دمنخه وړلای سو- ته خپله فکروکه زازق به څنګه دافغانانو خواخوږی په داسی بی ر حمۍ وژنی هیڅ عقل دانه منی دافغانستان خصوصاً دکندهارایټلی جنس ډیرضعیف دۍ – بل دکندهار لوی لوی سرمایه داران دپاکستان… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

ګرانه وروره باوروکه داسی درمعلوم دی مجرمان لکه دکورخپل خلک دی خونن دجنګ حالت دۍ هیڅ زموږ په وس نه کیږی بیاهم که په شک کی یی دونه دی پوهوم دانه طالبان دی نه زموږ داخلی اختلافیان دی دازاړه دښمنان دی نن زموږدنابودۍ کوښښ کوی هیڅوک زموږ دوستۍ ته نه پریږدی په زیاته بیاعربی هیوادونه