د امریکا د ټیکنالوژي تجاري شرکتونو - سلیکون دره

د ټرمپ په ولسمشرۍ کې د امریکا مالداران د قیامت لپاره چمتوالی نیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۱۶، ۱۳۹۵ل): وروسته تر هغه چې په امریکا کې ټرمپ ولسمشر شوی، ددغه هیواد مالدارانو د قیامت او د نړۍ د پای څخه له ویرې تیاریاني پیل کړي دي، چې په هغو کې تر ځمکې لاندي، په سمندر کې او په نورو پټو ځایونو کې کورونه شامل دي.

د «نیویورکر» په نامه مجلې د ملیاردیرانو د هغو تیاریانو په اړه راپور نشر کړی چې په دې وروستیو کې د قیامت یا نړۍ د پای را نیژدې کېدو له ویري نیول کیږي.

په راپور کې راغلي چې د ټیکنالوژي د نړۍ تر نیمایي زیاتو ملیاردیرانو د نړۍ د پای لپاره چمتووالی نیولی دی، چې په دغه چمتووالي کې د خوراک ساتل، د وسلو ساتل، تر ځمکې لاندي کورونه رانیول، په سمندر کې دننه کورونه جوړول او رانیول شامل دي.

په راپور کې راغلي چې په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې دغه کاروبار ډېر پرمختګ کړی.

په هغو کسانو چې د قیامت یا دنړۍ د پای لپاره چمتوالی نیسي، یو هم د فیسبوک وېب پاڼي پخوانی مدیر «ګارسیا مارتینز» دی، چاچې د ټرمپ د کامیابۍ وروسته یو بسته ځنګل رانیولی دی.

د یاهو شرکت پخواني مدیر او په ۵۰۰ سټارټ اپ شرکت کې اوسني شریک «مارفین لیاو» د وسلول زیرمتون جوړ کړی او غشي ویشتلو تمرینات یې پیل کړي دي.

د ټولنیزې پاڼې « لنکډ ان» شریک مشر «ریډ هوفمان» هم یو له هغو اولو کسانو څخه دی چې په نیوزیلانډ کې ځانته قیمتي پناه ځای اخیستی.

تر ځمکې لاندي پناه ځایونو او کورونو کاروبار دومره زیات شوی چې یوې تعمیراتي شرکت تر ځمکې لاندي د هغو وسلتونونو کار اخیستل پيل کړي دي چې په ۱۹۶۰ کې په کښي میزایل ساتل کېدل، له دغو ځایونو څخه د کیماوي او اټومي بمونو د مقاومت پناه ځایونه جوړوي او پر مالدارانو یې خرڅوي.

ویل کیږي چې تر ځمکې لاندي کورونو د نرخونو اندازه د یوه نیم ملیون ډالرو څخه تر ۳ ملیونه ډالرو رسیږي، که څوک پنځه کاله په کښي پاته شي، نو د بهر نړۍ څخه په ناخبرۍ په اسانه سره پنځه کلونه پکښي تېرولای شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.