fbpx

د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو نوې هڅې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

مقدمه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابې شوې اړيکې له بېلابېلو هڅو سره سره لا هم کړکېچنې دي؛ خو اوس د دغو اړيکو رغولو هڅې يو ځل بيا ګړندۍ شوې دي. په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال هم تېره اوونۍ له رسنيو سره په مرکو کې وويل، چې دواړه هېوادونه بايد دوه‌اړخيزې اړيکې ورغوي؛ ځکه دواړه هېوادونه د اړيکو له ښه کولو پرته بله لاره نه لري.
پاکستاني لوړپوړي چارواکي هم له څه مودې راهيسې د افغانستان په اړه نرمې څرګندونې کوي او هڅه يې دا ده، چې دوه‌اړخيزې اړيکې بېرته ورغول شي. پاکستاني چارواکو له افغان چارواکو هم غوښتي چې د پاکستان پر ضد له څرګندونو لاس واخلي، ترڅو دا اړيکې د ښه کېدو په لور ولاړې شي. دا چې وروستۍ هلې ځلې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کولو کې اغېزناک رول ولوبوي کنه؟ هغه پوښتنه ده، چې د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ يې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د دې اوونۍ د تحليل په لومړۍ برخه کې په اړه شننه لولئ.
د تحليل په دويمه برخه کې د طبيعي پېښو لپاره د افغان حکومت د چمتووالي د وضعيت په اړه لولئ. سږنی ژمی د تېرو کلونو په پرتله سوړ دی او د ژمي له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر خلک د سړې هوا او درنو ورښتونو له کبله وژل شوي هم دي او زيات شمېر خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. په افغانستان کې طبيعي پېښې تل درانه مالي او ځاني زيانونه اړوي، خو حکومت د ادارو له پراخولو سره سره، تراوسه هم کوم اغېزناک ګامونه نه دي اوچت کړي. په دويمه برخه کې مو په افغانستان کې د طبيعي پېښو د وضعيت او د هغو د زيانونو کمولو د تګلارو په اړه شننه کړې ده.

له تېرو څو اوونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغولو په موخه، په کابل کې د ځینو بهرنیو هېوادونو د ديپلوماتانو هڅې ګړندۍ شوې دي. په دغو هڅو کې انګلستان د یادونې وړ دی، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یې د منځګړيتوب وړاندیز کړی دی. دا له آسیا زړه کنفرانس وروسته لومړی ځل دی، چې د بهرنیو ديپلوماتانو له لوري دا ډول هڅې کېږي.

له بله پلوه د نوي ميلادي کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر عمر زاخېلوال هم د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ډلې له مشر مولانا سمیع الحق سره دوه ځله ولیدل. په دویمه ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني هم له مولانا سمیع الحق سره په ټېلېفون خبرې وکړې. ډېری افغان طالبانو د مولانا سمیع الحق په مدرسو کې زده‌کړې کړې او د طالبانو یو شمېر علماء بيا د مولانا سمیع الحق له حقانيې مدرسې سره د ځانګړي مناسبت (زده‌کړو) له کبله حقاني تخلص هم له خپلو نومونو سره زياتوي.
د دې ترڅنګ د پاکستان یو شمېر نورو ډلو لکه پیپلز ګوند او قومي وطن ګوند مشرانو هم په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغولو په تړاو څرګندونې کړې دي.

دا چې د ملي یووالي حکومت پرمهال د کابل-اسلام‌آباد اړیکې څرنګه وې، د افغان-پاک د کړکیچنو اړیکو اغېزې څه وې، آیا د دغو دوه‌اړخیزو اړيکو د کړکېچنتيا پړاو پای ته رسېدونکی دی او د دغو اړیکو راتلونکی څه دی؟ په دې تحلیل کې هڅه شوې، چې دا او دې ته ورته پوښتنې ځواب شي.

د کابل-اسلام‌آباد کړکېچنې اړيکې
د ملي یووالي حکومت پرمهال افغان-پاک اړیکو، د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په بې‌سارې توګه لوړې-ژورې ولیدلې.

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې نږدې شوې؛ لومړی افغان ولسمشر پاکستان ته زیات امتیازات ورکړل او بیا پاکستان افغان ولسمشر ته ځانګړی پروتوکول ورکړ، چې د پاکستان له‌خوا یوازې د چین او سعودي ولسمشرانو ته ورکول کېږي.

خو په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو او د مري له لومړۍ ناستې وروسته د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د نه حاضرېدلو له کبله د کابل-اسلام‌اباد اړیکې خرابې شوې او له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوه. د تورخم او چمن پر سرحدي پوله خونړۍ نښتې وشوې او د اسیا زړه کنفرانس کې افغانستان په لومړي ځل د یوه هېواد (پاکستان) مرسته رد کړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو له کبله شونې شوه، چې په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستانه تر پنځه لکه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو ملیارد ډالرو پورې راکمه شوه او د پاکستان له لارې د افغان توکو ترانزیټ هم کم شو.

آیا کړکېچنې اړیکې پای ته رسېدونکې دي؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچنې اړیکې د پاکستان د رامنځته کېدو راهیسې شته دي او پر افغانستان د شورویانو له یرغل سره یې شدت زیات شو. په پيل کې په بنسټیزه توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوې مهمې قضیې وې: د ډيورنډ کرښه نه منل او د پښتونستان غوښتنې د تحریک ملاتړ. د شورویانو له یرغل وروسته د ستراتېژيک عمق قضیې هم پر دوه‌اړخیزو اړیکو ژور سیوری وغوړاوه.

د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو تر شا پورته قضیو په غیر مستقیمه توګه او په هېواد کې ناامنيو، د طالبانو له‌خوا د اسلام‌آباد د چوپتیا له کبله د افغان حکومت پرضد د پاکستان د خاورې کارېدنه او د پاکستان لخوا د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې ناکامي په مستقيم ډول د دې لامل شول، چې دوه‌اړخیزې اړیکې خرابې شي.

داسې مهال د بهرنیو ديپلوماتانو له خوا هڅې او په تېره بیا د انګلستان د منځګړيتوب وړاندیز به یوازې په ډېر لنډ‌مهال کې ښايي دوه‌اړخیزې اړیکې ورغوي؛ خو په اوږده مهال کې به بيا هم د دواړو هېوادونو اړیکې پر پورتنيو یادو شوو قضیو متکي وي.

انګلستان له دې وړاندې هم د کرزي د دورې پرمهال څو ځله د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب کړی و او په دې تړاو درې واړو هېوادونو درې‌اړخیزې ناستې هم کړې؛ خو پایله یې تر ډېره د پام‌وړ نه وه.

د دې ترڅنګ، که چېرې د لوړپوړو افغان چارواکو دا ستراتېژيک فکر، چې یوازې پاکستان کولای شي افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي، بدل
شوی وي؛ نو بیا هم په لنډمهال کې دوه‌اړخیزې اړیکې رغېدلای شي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې دا تر ډېره ناممکنه برېښي.

د دوه‌اړخیزو اړیکو راتلونکی
که څه هم یو شمېر خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو رغېدل د بنسټیزو مسایلو له حل کېدو پرته، چې پورته ورته اشاره وشوه، ناشوني بولي؛ خو په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه شته، چې خپلې سرحدي قضیې او نور مسایل یې شاته غورځولي او ترمنځ یې مناسبات تر ډېره اقتصادي بڼه لري. په همدې ډول افغانستان او پاکستان هم کولای شي، چې د ډيورنډ قضیې له حل کېدو پرته هم ښې اړیکې ولري؛ خو دا بیا د دواړو هېوادونو له ژور تدبیر سره تړلې ده.

په اوسني وخت کې د کابل-اسلام‌اباد اړيکې ترډېره له دوو خبرو سره تړلې دي. لومړی، د پاکستان له لوري له افغان حکومت سره دا ژمنه چې افغان طالبان به نور د افغانستان پرضد د پاکستان خاورې استعمالولو ته نه پرېږدي. دويم هم له افغان طالبانو سره په خبرو اترو کې د دواړو (کابل او اسلام‌آباد) داسې چلند، چې بالاخره د پاکستان په نظارت (نه منځګړيتوب) د کابل او طالبانو د قطر دفتر ترمنځ پر خبرو اترو پای ته ورسېږي. په دې توګه به په لنډ او منځ‌مهال کې د دواړو هېوادونو اړیکې ورغېږي او په اوږده مهال کې ښو اړیکو ته به هم زمینه مساعده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د