
بغداد: پرله پسې ۴ چاودنو له امله ۳۰ مړه، په لسګونو ټپيان شول
د عراق پلازمينه بغداد کې پر له پسې څلورو چاودنو له امله دېرش تنه مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي. د رويټرز خبري اژانس له قوله بغداد ښار کې هغه مهال پر له پسې څلور چاودنې وشوې چې عراقي ولس نن دوشنبه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم میلاد لمانځلو په حال کې وو. د یادونې وړ ده چې د څو هفتو راهیسې الانبار او رمادي ایالتونه د القاعده پورې تړلي مجاهدینو په لاس کې دي چې د نور المالکي حکومت د ډېرو کوششنو سربیره هم په دې ونه توانیده چې دغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي