دیني، سیرت او تاریخ

دغسل اړوند پنځم درس

 احمد الله عاطفي
فرضي غسل 
فرضي غسل : دحکمي نجاست (جنابت، حیض اونفاس) نه دپاکوالي په موخه په لازمي توګه په پاکو اوبو ټول بدن وینځل دي اوهم مړي ته په اصح روایت غسل ورکول فرض کفایه دی .

په یاد ولرئ، هر ډول جنسي اشباع په جنابت کې دا خل دی،لکه التقاوالخطانین(دځانګړیو اندامونو یوځای کیدل ،په داسې توګه چې دفاعل تناسلي الت سر، دمفعول په مخصوصه اندام کې پټ شي) ،په ویښه یاخوب کې دملاعبت او یانورولاملونو لامله په خوند اوسرعت سره دمنې وتل .
په دي اړوند دهرې موضوع تفصیل او تشریح په راتلونکو درسونو کې مطاله او ګټه ترې تر لاسه کړئ.
دغسل عملي تر تیب
د مبارکو ارشاداتو په رڼا کې د غسل عملي ترتیب په لاندې ډول دی.

۱ – دپاکې تر لاسه کولو په په موخه دزړه نیت معتبر دی که په خوله وویل شي هم ممانعت نشته.
۲ –  له هر څه وړاندې، تر مړوندو د دواړو لاسو درې ځله وینځل، همدا دواړه لاسونه دمعمول مطابق دپاکوالي اله دي.
۳ – هر ډول معلوم نجاست، چې پر بدن نښتي وي، دهغې لرې کول او وینځل.
۴ – استنجا تر سره کول، په دې تر تیب چې په ښي لاس اوبه واخلئ ،په ځانګریو اندامو ئې واچوئ ، په چپ لاس ئې وموږئ، دلته دوینځلو شمیر معتبر نه دی، تر هغه په ویځلو کې کوښښ وکړئ چې پاکوالی یقیني شي.
۵ – وروسته له استنجا، چپ لاس دحالاتو،موقعت او امکاناتو په موجودیت کې په خاوره ومږئ، بل صورت کې غوره دی،چې په صابون یا ورته موادو خپل لاسونه ووینځئ.
۶ – بشپړاودس کول،خو دترتیب په څرنګوالي کې توجه،دخولي په مضمضه او دپوزې په استنشاق کې زیاته پاملرنه او مبالغه وکړئ،مګر په هغه صورت کې احتیات هم وکړئ چې روژه یاست، پښي به دغسل په پای کې ووینځئ.
۷ – دسر ویښتان دلاس په ګوتو مساج کړئ هم پخپل سر دري ځله اوبه تیرې کړئ.
۸ – په ښي ولي  درې ځله اوبه واچوئ له دې وروسته په چپ ولي،چې په دی تر تیب دسنت مطابق په ټول بدن درې ځله اوبه تیرې شي.
۹ – دغسل له ځایه په څنګ شئ،چیرته چې امکان وي لمړی خپله ښي پښه تر خنګرو بیا چپه پښه ووینځئ.
۱۰ – دغسل په اوداسه کې دپښو وینځل په دې خاطر وروسته کول معتبر دي،چې دغسل اوبه دپښو سره جمع کیږې ،که داوبو وتلو مجرأ وي ، پښې به داودس په ترتیب کې وینځئ.
غسل مو ان شاألله دسنت مطابق تر سره کیږي، دپاکوالي تر لاسه کولو سربیره زیات ثوابونه هم تر لاسه کوئ.
۱۱ – که یو تن دغسل په نیت مضمضه، استنشاق اوپه ټول بدن اوبه تیرې کړې غسل ئې صحي دی،خودثواب هغه لوړ معیار چې دسنت په طریقه دی نه دی تر لاسه شوی.
په عملي غسل کې دځینو بزرګانو لار ښوونې
تر دي چې،اودس وکړې داسي اودس چې لمانځه لپاره ئې تر سره کوئ، دټولوعملي کړنلاره یوه ده، له دې ورورسته دبیلا بیلو قولونو په بنأ توپیر شته.
تسهیل الهدایه: دلمانځه اداکولو په شان اودس وکړئ،خوپښې به نه وینځئ،په سر درې ځله اوبه وبیوئ او همدا راز په ټول بدن دري ځله اوبه تیرې کړئ، دغسل ځای نه په څنګ کیدو پښې ووینځئ.
شمس الائیمه حضرت حلواني فرماېي: اول درې مرتبې په ښي ولي اوبه واچوئ او بیا په چپ وروسته په ټول بدن.
دقدري او یوشمیر نورو فقي کتابونو له عبارته څرګندیږي،چې داوبو اچولو لړې له سره پیل کړئ او په دي ترتیب په ټول بدن دري ځله اوبه تیرې کړئ.
ځینې حضرات فرمايې: داوبو اچولو پیل له ښي ولي وکړئ بیا په سر او وروسته په چپه اوږه،چې په دې ترتیب په ټول بدن درې ځله اوبه تیرې شي.
امام نووي (رحمه الله) فرمايې: زما او زما دملګرو مسلک په غسل کې دادی:  نیت او دبدن ټولو برخوته اوبه رسول فرض دي.
شرط دادی چې بدن له پلیتي پاک شي،له دی نه علاوه نور اعمال سنت دي.
لاسونه تر مړوندو درې ځله وینځل.

که په ځانګړیو غړو او دبدن په نورو برخو که پلیتي وي؟ لرې او وې وینځئ.
اودس وکړئ داسي اودس چې لمانځه لپاره ئې کوئ.
دګوتو سرونه مو لانده او یوغړپ اوبو سره، سر او ګیره خلال کړئ.
 په سر درې لپې ډکې اوبه واچوئ.
غوږو،نوم ،ورنو، دلاس او پخو کوتو مینځوته اوبه ورسوئ.

 دري ځله په ټول بدن اوبه تیرې کړئ.
اعمال دښي لورنه پیلول مستحب دی او هم قبلې لورته کیناستل. له غسله دفارغیدو سره دویمه کلیمه(أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ) ووایاست.
نوربيا…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x