شعـــــرونه

غزل/ زاهد لوګر وال

زاهد لوګروال

ویستلي له شکرو یې مچان زما دکلي
شړلي یو رقیب دي رقیبان زما د کلي

کافر له مؤمنانو مذبذبه نن جدا کړل
بیا ویستي له لستوڼي یې ماران زما د کلي

د تور لیست په نامه د مسلمان کافر توپیر دی
له صفه مو بیل شوي کافران زما د کلي

له سختو نه راتیر شول اسانۍ پرې راروانه
بریا ته رسیدلي طالبان زما د کلي

د کفر غیږ ته ولویدو غلام شو
پر  خوښ شولو نن ځکه غلامان زما د کلي

دا تور یې راته تور کړلو سپین نشو
څه زیات شولو زاهده اوس یاغیان زما د کلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x