دیني، سیرت او تاریخ

د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۲)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
په اسـلام کي د ښـځو د حقوقو په هکله د لويديځو پوهانو نظريات
اسلام چي کوم حقوق او امتيازات ښځې ته ورکړي د هغې په هکله مونږ د لويديځو پوهانو نظريات، ليکنې او ويناوې وړاندى کوو ترڅو پدې پوه شو چي اصل حقيقت څه دئ :

١- نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولن پوه( ډاکتر ګوستاول بون) د خپل کتاب ( عربي تمدن ) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کي دارنګه ليکلي دي :

اسلام د ښځو په تمدني حالت باندى ډېر لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او دښځو حقوق د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دئ ځکه چي اسلام د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم،برابر او موافق دئ .

پس دا ثابته شوه چي اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا زما خبره نده بلکې زما څخه مخکي (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وقت کي( موسيو مار تاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندي کړى دئ.

٢-د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکي( آرترګليمن Arthur Gilman )پخپل کتاب د اسلام په تاريخ History of the Islam په ١٤١ پاڼه کي دارنګه ليکلي دي :
زه د پوره څېړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چي د حضرت مسيح څخه شپږسوه کاله وروسته ښځه په ډېر بد حالت کي وه، د هغې هيڅ حيثيت نه وو، هغې هيڅ حق نه درلودئ، په ٦١١م کال د اسلام پېغمبر هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې دسپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چي اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدئ هغه هيڅ مذهب هم نه دى ورکړي، د اسلام پېغمبر چي څومره د ښځې پلوي توب کړي هيڅ مصلح کس داسي کارنه دي کړي، اسلام حکم کوي چي د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندى ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو اوتکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کي هلې ځلې وکړئ، حال داچي په مسيحي دين کي عيسايي ښځه عالمه کيداى نشي بلکى خادمه جوړيداى شي.

٣- والټير د فلسفې په قاموس (Dictionary) کي د کي د فسلفې ترعنوان لاندي دارنګه ليکلي دي :

مونږ ددې څخه ناخبره نه يو چي کي کريم ښځې ته هغه امتياز ورکوي کوم چي د فطرت له لوري څخه ورکړل شويدي، دا به ناروا او غلطه خبره وي چي مونږ ووايو چي محمدي شريعت ښځو ته حق نه دى ورکړي او يايې ورسره زياتې کړې ده.

٤- نامتو مستشرق او د لندن په پوهنتون کي د عربى ژبې استاذ پروفيسر هملټن اې، آر، ګب Hamilton A.R.Gibb د خپل کتاب(اسلام او محمد) په (٢٣) پاڼه کي وايي :

دا يو منل شوى حقيقت دئ چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه.

٤-د کاناډا مشهور قانون پوه او قاضي ماسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نړۍ کي د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکی دئ.

٦ – ((جي ډبليو لا ليټ نرو) پخپل کتاب کي دارنګه ليکلي دي :

ښځې ته چي کوم عزت، درناوي او مقام حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورکړيدئ په ټولنه کي هيڅ مذهب نه دى ورکړي.

٧-) پروفيسر راماکرشناراؤ( پخپل کتاب حضرت( محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام پيغمبر)

Mohammad the Prophet of Islam کي دارنګه ليکلي دي :

د اسلام د ازادۍ يو روح دادى چي ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه،اسلام څو پيړۍ مخکي دا اعلان کړي وو چي د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بى برخى نشي.

٨- جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او وخت) کي ليکلي دي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښځو مالي مرسته پدې توګه وکړه چي هغوى ته يې په ميراث کي ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کي يې هم برخمنه وګرځوله، هغه صلی الله علیه وسلم نوې پيداشوې انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې)).

( جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا/ محمدرسول الله صلي الله عليه وسلم (٣١٠) پاڼه) .
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x