افغانستان

د افغاني غالیو صادرات کم شوي دی

په شمال کې د غاليو صادرونکي سوداګر وايي چې د غاليو صادرات په سلوکې پنځوس کم شوي دي.
په شمال کې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر ويلي، چې د دغه کمښت لامل له نورو هيوادونو د غاليو او فرشونو زیات واردول او د پاکستان پر مارک د افغاني غاليو صادرات دى. په شمال کې د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو اتحادیه زیاتوي: له دې مخکې د غاليو د پلورنې کلنى عايد دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو ته رسيده؛ چې اوس ایله سل ملیونه ډالر دی.خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري د افغاني غاليو د صادراتو د زياتوالي دعوه کوي او وايي چې د افغاني غاليو صادرات زيات شوي دي خو د غالیو د صادراتو او عوايدو په اړه يې دقیق ارقام نه دي ښودلي. د يادونې وړ ده چې پاکستان څو وار د غاليو په نړیواله مسابقه کې د افغاني غالیو له امله جايزې اخیستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x