
له اسلام او مسلمان سره حسد کوونکی هندو څنګه مسلمان شو؟
دوهمه رښتينې کيسه
ژباړه: فضل باري مشفق
دا د يوه داسې هندو ځوان کيسه ده چې له اسلام او مسلمانانو سره يې د انتها تر بريده دښمنی او نفرت درلود، دغه ځوان د هندوستان د ګجرات د سيمې د يوه کروند ګر زوی و.
د هغه نوم یوراج و، خو له اسلام سره د هغه د کينې له امله د هندوانو مذهبي مشرانو په هغه د مهيش نوم کېښود.
هغه د ۱۹۸۳زيږديز کال د اګست په ديارلسمه نېټه زېږېدلی او په جسپال کې يې د ليسې تر کچې زده کړې کړي دي، هغه يو ورور او يوه خور لري.
په ۲۰۰۲ کال کې په ګجرات کې د مسلمانانو په خلاف راټوکيدونکو فسادونو کې هغه له ۸ ملګرو سره يو ځای فعاله برخه واخیسته.
د يوراج کلي ته څېرمه يو تاريخي جومات و، هغه له خپلو ملګرو سره پلان جوړ کړ تر څو دغه مسجد ونړوي او له منځه يې يوسي، له خپلو اتو ملګرو سره د جومات د نړولو په اراده روان شو.
هغوی د جومات د نړولو ډیره هڅه وکړه خو جومات يې ونشوای نړولی، د هغه جومات چت د لرګيو وه؛ خو يوراج وويل چې موږ ددغه لرګيو په ماتولو او نړولو ډيره خواري وکړه خو ونه توانېدو او د جومات د بام لرګي دومره کلک شول، چې موږ فکر کاوه دا به د اوسپنې وي.
کله چې د جومات د لرګيو له نړولو څخه ناهيلي شول، نو د جومات د صحرا ديوالونه يې ونړول، مګر دوی که څه هم ډيرې هڅې وکړې خو بيا هم په دې ونه توانېدل چې جومات په بشپړه توګه ونړوي.
اخر يې فکر وکړ چې موږ بايد جومات ته اور واچوو، په همدې خبره سره ټول سلا شول او د جومات د سوځولو اراده يې وکړه.
کله يې چې زړې ټوټې راټولې کړې او پطرول يې پرې واچول؛ د الله (ج) کارونه وو چې له هماغه اور څخه د يوراج يو ملګري خپله اور واخيست او ووژل شو.
يوراج چې دا صحنه وليدله، وډار شو، ويې ويل چې زموږ د دومره ډيرو هڅو سره سره بيا هم جومات ته کوم نقصان ونه رسېد، او د حيرانتيا خبره خو لا دا وه
چې له دې پيښې وروسته په دوه اوونيو کې د يوراج څلور ملګري پرله پسې مړه شول.
د هغوی د ملګرو ناروغي عجيبه وه، د هغوی په سر کې به دردونه شول، دردونه به پسې زياتېدل او بالاخره ليوني او مړه به شول.
له يوراج نه بغير د هغه څلور ملګري مړه او درې ليونيان شول او يوازې يوراج ژوندی او روغ پاتې دی.
يوراج په دې حالت کې له سختې پريشانۍ او خفګان سره مخ دی، او د ځان په اړه فکر کوي چې حتماً به په ما څه کيږي.
يوراج په همدې فکر کې و چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي؟
هماغه و چې د شپې هماغه جومات لاړ چې دوی يې د نړولو هڅې کړې وې، په چيغو چيغو يې وژړل او ويې ويل:
ای د مسلمانانو ربه! ما معاف کړه او ماته بښنه وکړه.
په دې وخت کې پرې خوب غلبه وکړه ويده شو، په خوب کې يې وليدل چې، د يوراج هغه ملګري چې د جومات په نړولو کې يې کردار اداء کړی دی، په جهنم کې دخپل عمل سزا ګالي.
يوراج په خوب کې وليدل چې د ده ملګرو ته په جهنم کې داسې سزا ورکول کیږي چې، د ميخونو يوه ټولګه جوړه شوې ده او په هغې باندې د هغه ملګرو ته سزا ورکول کيږي چې په نتيجه کې د بدن غوښې له هډوکو څخه بېليږي.
د هغوی بدن بيرته جوړيږي بيا په همدغو میخونو وهل کيږي او بيا په جهنم کې سرچپه راځوړند کيږي.
د يوراج ملګرو په جهنم کې چيغې وهلې او د خپل ځان د خلاصون له پاره يې توبې ويستلې، مګر هغوی ته ويل کيدل چې ستاسو د توبې وخت تېر شوی دی.
په دې وخت کې يوراج وډار شو خو الله ج ورته په خوب کې جنت وښود او د جنت د شاتو، د شيدو او د نعمتونو ننداره يې پرې وکړه.
يوراج په زرګونو خلک وليدل چې په جنت کې د الله اکبر نارې وهي خو په دې وخت کې يوراج خاموش و او د الله اکبر ناره يې بدرګه نه کړه، هماغه و چې په خوب کې پرې د جنت ننداره بنده شوه.
کله چې يوراج له خوبه سترګې خلاصې کړې ګوري چې جنت کې نه دی مګر دنيا کې دی.
له دې حالت څخه وروسته د يوراج زړه او فکر بدل شول، څه موده وروسته يو ځل بيا هندوانو په ګجرات کې د مسلمانانو په وړاندې ظلمونه پيل کړل؛ خو اوس يوراج د پخوا په څېر د مسلمانانو په ربړولو کې ګډون نه کوي او نه هم اوس د مسلمانانو د ځورولو په حالت خوښ دی، مګر اوس هغه د مسلمان په غم غمجن او د هغوی په خوښۍ خوشال دی.
خپله دغه ټوله کیسه يې د سهارنپور د سيمې د جومات يوه ديني عالم ته بيان کړه.
هغه ورته وويل چې ته الله (ج) ته ډېر محبوب يې، که چېرې ته الله (ج) ته محبوب نه وې نو ته به يې هم د نورو ملګرو په څېر مړ کړی وې او په جهنم کې به يې د خپل عمل سزا درکړې وه.
يوراج مولانا ته وويل چې له دې نه مخکې به مې د مسلمان او اسلام له نامه څخه سخت نفرت و او په ښوونځي کې به تل له مسلمانانو سره په جګړو او لانجو بوخت وم، مګر اوس د اسلام او مسلمان نوم راباندې ښه لګيږي او هغه شان کینه ورسره نه لرم.
يوراج وويل: زه اوس ددې له پاره راغلی يم چې اسلام ومنم او مسلمان شم.
د جومات ملا امام ورته د اسلام کلمه وويله او مسلمان شو.
اوس يوراج ته د يوراج په نامه غږ نه کيږي مګر اوس د هغه اسلامي نوم «سهيل صديقي» دی او د اسلام د سپېڅلې لارې لاروی دی.
که زمونږ علما اصلی واقعی اسلام خلکو ته ورپیژنی خاصکر غیر مسلمو ته نو لری نده چی ډير څه به لاسته راوړو یعنی ډیر غیر مسلمان به داسلام له واقعی دین نه خبرسی نوحسد نه به لاس په سرشی او اسلام ته به یی زړه رامایل سی