جنوبي افریقا او سري لنکا تر منځ په سیالۍ د مچیو برید – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۵۵ل): د جنوبي افریقا او سري لنکا د لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبه هغه مهال موقتا ودریدله چې مچیو په لوبغالي برید وکړ.

د مچیو د برید پر مهال سري لنکايي توپوهونکو لوبه کوله او  په راتګ سره ټولو لوبغاړو په میدان کې پروت وکړ او د میدان سنبالوونکو ژر د مچیو د شړلو سپرۍ وشېندلې.

تر لږ ځنډ وروسته مچۍ پر خپله مخه ولاړې او لوبه بیا پیل شوه.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.