hikmatyar

په ټاکنو کې به د حکمتیار ګډون څومره موثریت ولري؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: دحکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوې دلګۍ  د دې ډلې د ویاند غیرت بهیر په وسیله له  خپلو پلویانو څخه غوښتي چې په راتلونکو ټول ټاکنوکې ګډون وکړي .

د بي بي سي راډیو د فارسي څانګې ویب پاڼې  د غیرت بهیر په حواله ویلي چې حکمتیار د حزب  خپلې مربوطې ډلې  منسوبینو او متعهدینوته دستور ورکړی چې د ټاکنو کارتونه واخلي ، په ولایتي شوراګانو کې ګډون وکړي ، او هغه کاندیدان خوښ کړي چې د حزب مربوط او د حزب په اړه مثبت نظر لري .

همداشان د حکمتیار څانګې  مربوط  د اسلامي حزب  د سیاسي کمیټې مشر قریب الرحمن سعید ویلي چې هغوئ به په  نږدې راتلونکي کې د ولسمشرۍ له يوه کانديده خپل ملاتړ اعلان کړي.

دم ګړۍ د حزب اسلامي په نوم متعددې ډلګۍ  په راتلونکو ټاکنو کې سهیمې دي .

دقطب الدین هلال  حزب  اسلامي په دې ټاکنوکې ځان ولسمري ته کاندید کړی ، د ارغندیوال حزب اسلامي د ډاکتر عبدالله مرستیالې خپله کړې، او جمعه خان همدرد  دحزب  اسلامي  دمهم غړي  اود کرزي  د سلاکار په حیث د ټاکنو ملاتړکړی .

ښاغلی حکمتیار د خپلې سیاسي مبارزې په سرګردانه تاریخ کې تل داشاني هیښوونکي او ضد او نقیض دریځونه  لرلي.

نوموړي په افغانستان کې د کمونیستي نظام تر نړیدو وروسته د رباني  د حکومت   هم  صدر اعظم اوهم مخالف پاتې شوی.

د تنظیمي جګړو په مهال یې  هم له جنرال دوستم سره  جګړه  کوله او  هم  یې  ورسره  هماهنګي لرله .

د ښاغلي حکمتیار په متغیر او متزلزل سیاست کې د تعجب خبره دا ده  چې  نوموړی  په داسې مهال  کې  له خپل مخالف لوري  سره د یوځای کیدو هڅه  کوي چې هغه نور په فزیکي لحاظ د سیاست له صحنې څخه د حذف  کیدو په  حال  کې  وي .

دیبلګې په  توګه د تنظیمي جګړو په مهال  هغه وخت د جنرال دوستم هماهنګ  شوچې کله نور هغه دمسعود د ځپونکو ګذارونو له کبله په بشپړه توګه ناکامي او نابودي ته نیږدي شوی وه .

له مسعود اورباني سره هغه وخت په حکومت   ورګډ شو چې هغوئ  نور دطالبانو په مقابله  کې کابل  له لاسه ورکړ.

له طالبانو سره یې هغه وخت دیوځای والي اعلان وکړ چې نور د هغوئ واکمني  د امریکایانو د تیري له کبله  د سقوط په حال کې وه ، او اوس یې بیا د کرزي په مشرۍ له ټولټاکنوڅخه په داسې وخت کې خپل ملاتړ اعلان کړ چې  نور دکرزي د واکمنۍ شیبې په ختمیدودي.

که ښاغلی حکمتیار د کرزي د حکومت او امریکایانو تر اشراف لاندې ټاکنوکې  خپلو  پلویانوته  د ګډون  اومشارکت دستور ورکوي نو لومړی باید  دکرزي د حکومت مشروعیت  او د هغه  د اساسي قانون  تائید اعلان کړي ؛ ځکه  د ا خو ناشونې خبره ده چې  دیوه  نا مشروع  حکومت  ترواکمني لاندې دي  مشروعې ټاکنې  ترسره شي .

مطلق انتخابات او په واک کې دسیاسي مشارکت له لارې سهیم توب بیله خبره ده ، خو دغه انتخابات چې د امریکایانو تر مستقیم اشراف ،د هغوئ په تمویل او د هغوئ تر نظارت لاندې تر سره کیږي  هیڅ  ډول مشروعیت  نه لري  او نه هم  په افغانستان کې د سولې او د افغان ولس د رضایت هیله تري کیدای  شي.

امریکایان او نور بهرنیان هم دغه انتخابات او دهغو په نتیجه کې راتلونکي حکومت او پارلمان   د افغان ولس د ممثل حکومت په حیث  نه  ، بلکې د خپلو مصالحو د تحقق  لپاره یې  د یوې وسیلې په حیث پیژني او  همدا لامل دی چې  دټاکنو  تمویل ، نظارت او مراقبت هم  دهغوئ د ځانګړیو څارونکو  لخوا  تر سره کیږي .

بناء  ویلای شو چې  په راتلونکو ټاکنو کې د حکمتیار ګډون  به  په هغه اندازه موثریت ولري لکه دکرزي په حکومت کې د متعددو  حزب اسلامي  او دهغوئ د لوړپوړو چارواکو ګډون ؛ ځکه  د بهرني اشغال   او دهغوئ د مزدور حکومت په مقابل کې  روان مقاومت   دټول افغان  ولس  یوسرتاسري اوملي مقاومت دی چې  په  شخصي  لحاظ  د سدي اومدي   تري وتل  او یا ورګډیدل  ورباندې هیڅ اغیزه نشي لرلای .

 د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د