نظــر

غټ خبر، حزب‌ ټاکنو کې ګډون کوي!- ظریف افغان

دا شاید دویم ځل وي، چې رسنیو کې د حکمتیار له خولې ویل کېږي، چې له خپلو پلویانو غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. له دې غوښتنې سره دا خبره هم ورزیاتېږي، چې «مشر» لا د خپلې «خوښې وړ» نوماند نه دی په ګوته کړی تر څو یې پلویان ورته کمپاین یا رایه ورکړي.

له طالبانو وروسته افغانستان کې چې ناټو ځواکونه مېشت شول، د ملامحمد‌عمرمجاهد په مشرۍ طالبانو او د انجینرګلبدین‌حکمتیار په مشرۍ حزب‌اسلامي د واکمن

وضعیت پر ضد د وسله ‌والې مبارزې چنډه پورته کړه. طالبان خو هسې هم د وروستي وضعیت مخالف وو، ځکه چې راغلي حالت د دوی نظام د پخوانۍ متحدې جبهې او امریکايي ايتلاف په ګډه سره نسکور کړ. مګر ښاغلی حکمتیار په ایران کې و، چې د بُن بهیر مخالفت یې وکړ او د مقاومت او وسله‌ والې مبارزې خبره یې وکړه. حکمتیار هم وروسته ایران پرېښود او له پېښوره وخت نا وخت پیغامونه خپروي. دا دیارلس کاله کېږي، چې دا دوې ډلې د نړیوالو په مرسته متکي افغان حکومت پر ضد جنګېږي. د دواړو په مبارزه کې ځینې څرګند او راڼه توپيرونه د دوی له موقفونو او اعلامیو څرګندېږي.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب‌ اسلامي ډېری غړي په کابل کې په مختلفو دندو بوخت دي. په افغان حکومت کې په دومره پیمانه د حزبيانو شتون د دې لامل شي، چې کله کله د ځینو څارونکو له خوا د حکمتیار پر مبارزې شک څرګند شي. له پاکستانه کابل ته د حزب‌ د پلاوو دوامداره تګ راتګونو دا شکونه لاپسې غوښن کړي دي. ویل کېږي، چې تر دې دمه کابل ته د حکمتیار پلاوو شپاړس پېرې کړي. دا شکونه هغه مهال حقیقت ته لږ نژدې غوندې شي، چې کله حتا د پلاوي مشر، قطب الدین هلال «ظاهراً» له ده لار بېلوي او په راتلونکو ټاکنو کې خپل بخت آزمايي.

د طالبانو په پرتله د حکمتیار څانګې حزب‌ له خوا د روغې جوړې شرطونه ډېر «نرم» دي، مګر بیا هم دې «نرمو» شرطونو څه پایله نه ده لرلې. دا «نرم» شرطونه هغه مهال لاپسې «نرم» شول، چې کله په ۲۰۱۱م کال کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې دې پایلې ته ورسېدې، چې د طالب بندیانو د خوشې کولو او نورو مسئلو پر سر بحث لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیستل شي تر څو له هغې لارې طالب او امریکايي دیپلواماتان نېغ په نېغه د ګاونډیو او نورو هېوادونو له اغېز پرته خبرې وکړي. طالبانو د ۲۰۱۲م کال په جنورۍ میاشت کې رسماً د دې خبر پخلی وکړ او وروسته بیا د طالبانو مشر، ملا محمد عمر په خپلو پیغامونو کې یاد دفتر د «یوازیني» ارتباطي چاینل په توګه په ګوته کړ. د دې دفتر په پرانیستو سره، ښاغلي حکمتیار یو ځل بیا کابل ته پلاوی واستاوه. د تېرو پلاوو په څېر دا ځل هم د پایلې څه پته ونه لګېده.

دا چې ولې د ښاغلي کرزي او حزب مرکې کومې څرګندې پایلې ته نه رسېږي، ښايي لامل به یې دا وي، چې ښاغلی کرزی پر دې پوهېږي، چې د روان مقاومت د پام وړ برخه طالبان دي او تر هغې چې له دوی سره خبرې اترې کومې پایلې ته نه وي رسېدلي، جګړه به دوام لري. حکمتیار هم پر دې پوهېږي، چې د طالبانو د وسله‌ وال مخالفت په صورت کې له افغان حکومت سره د ده پیوستون نه یوازې دا چې په افغانستان کې سوله نه شي ګرنټي کولای، بلکې د حزب‌ دریځ به لاپسې بې‌ارزښته کړي؛ ځکه دا ګلبدین حکمتیار ته څرګنده ده، چې د روانې جګړې څومره برخه په رښتیا سره د ده د پلویانو کار دی. که چېرې حکمتیار له افغان حکومت سره یو ځای شي، کابل کې به د نورو سیاسي ګوندونو په څېر بې‌ اثر رسوخه خوار ژوند کوي او خپله سوله‌ ییزه سیاسي مبارزه به کوي، مګر جګړه به د تېر په څېر روانه وي. که چېرې حکمتیار هم کابل ته راشي، په هغه صورت که به په کابل کې د حکمتیار سیاسي پوزېشن سخته ضربه وویني، ځکه چې له پیوستونه مخکې –دمګړۍ- افغان حکومت او نړیوالو داسې انګېرل چې د ده له یو ځای کېدو سره به جګړه کې پاموړ بدلون ولیدل شي، هغه هیله چې له پیوستون وروسته له منځه ولاړه.

د ټاکنو له نژدې کېدو سره دا دی دویم ځل دا خبر خپور شوی، چې حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتي چې د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي. د دې خبر له تکرار خپرېدو داسې برېښي، چې ضرور د پردې تر شا څه روان دي. د حزب‌ حتا د پلاوو د غړو په کچه شخصیتونو له خپل پخواني دریځ سره مخه ښه وکړه او له روان بهیر سره یو ځای شول، د حکمتیار «نرم» موقفونه او کله نا کله نادر تمایلات هغه څه دي، چې د پردې تر شا د روانې سناریو پخلی کوي.

ځینو رسنیو او شنونکو پورته خبر چې ګواکې حکمتیار راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي، یا خپل پلویان ګډون ته هڅوي، پر دې باوري کړي، چې شاید په نژدې راتلونکي کې په خپله ګلبدین حکمتیار هم له نظام سره یو ځای شي. د پورته دلایلو پر بنسټ دا له امکانه لرې برېښي، چې ګواکې حکمتیار دې «په نژدې» راتلونکي کې له نظام سره یو ځای شي. لکه څنګه چې وویل شول، که حکمتیار هم د خپلو ځینو پلویانو په څېر د نظام برخه شو، دا د موقف بدلون به د جګړې پر بېلانس کومه د پام وړ اغېز ونه لري، ځکه چې طالبان پر خپل موقف ټینګ دي او دوی حتا د قطر مذاکرتو سره هم‌ مهاله د جګړې ستراتیژي هم له پامه نه وه غورځولې، بلکې د قطر له بهیر وروسته په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د یو شمېر کم‌ سارو برېدونو شاهدان وو.

له بلې خوا که چېرې حکمتیار له نظام سره یو ځای شي، دا به د طالبانو پر دریځ کوم منفي اغېز ځکه ونه‌ لري، چې ځینې طالبان داسې انګېري، چې اوسمهال د جګړې لوی بار د دوی پر اوږو دی او کرېډیټ یې وېشل کېږي. دغه طالبان د حکمتیار پیوستون ځکه په نېک پال نیسي، چې د جګړې یو لوری به یوازې دوی وګڼل شي او دوی به د سولې او جګړې یوازينۍ سرچینه وبلل شي. دوی دا هم ثابتول غواړي، چې حکمتیار له نظام سره یو ځای شي او د جګړې په وضعیت کې کوم بدلون رانه‌ شي، چې دا په‌ خپله بیا دا جوتوي چې د سولې او جګړې ابتکار له طالبانو سره دی او یوازې دوی دي چې پر دې مسایلو د پام وړ موقف نیولی شي.

دا چې ولې وخت نا وخت دغسې یو ځل د پيوستون خبر خپور شي او بیا یې د حکمتیار زوم، غیرت‌ بهیر تکذیب کړي، ښايي لامل یې دا وي، چې حزب‌ خپل سیاسي دریځ ازمايي، موافق او مخالف نظرونه به يې ارزوي او د هغو په رڼا کې به راتلونکي لپاره سیاسي تګلاره کاږي تر څو د مات او ناکام حزب یوې سیاسي بریا ته ورسوي.

ظریف افغان

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x