شعـــــرونه

حکمتيار ته!

هلال مهاجر

لاړي ته هم دافغانانوازاراووهلې
لکه چې نور دمظلومانو ازاراووهلې

ټول تکلیفونه هجراتو دې اوبولهوکړل
ســم دبیوزلواوخـورانو ازاراووهلې

تادشهیدپه پاکووینو تجارت شروغ کړو
ځــکه دکــونډویـتـمـانـو ازاراووهلې

پرون خوته کړی دجهاد اودسنګرخبری
څنګه بیانن دسنګریانو ازاراووهلې

داچې کفاروته تسلیم شولی دسولی په نوم
دسپین سپیڅلیومؤمینانو ازاراووهلې

تاچې دغرب په تالیڅټو باندې ځان وپلورو
دمــسافـرومـهـاجـروعـربـیـانـوازاراووهلې

چې یې پرون دستاپه امرکړل فدا ځانونه
ښــکاري چې هـغـوشـهیدانو ازاراووهلې
ــــــــــــــــــــــ
2017,2,5,

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x