
غزل/ حيدري جان
حيدري جان
زما اوښکې قدرنه لري جانان ته
څنګه وکړمه ګیلې ویدہ جھان ته
ما جنت حورو لپاره کله غوښتی
زہ یې غواړمه دیدار د پاک سبحان ته
د دنیا د ښایستونو ھوس نکړم
منتظر یم د ابد حسن دوران ته
لاس اوپښې می زولانه شول لږ ھوسا شوم
ناقرار وم د غلام ژوندون انسان ته
ازادۍ دا انتظاردې څومرہ اوږد شو
واړہ لوی شول لویان لاړل قبرستان ته
د خپل عمر د زنځیرکړۍ شوې ماتې
رسم زہ (حیدري جان) کله ارمان ته