hikmatyar video peagham

ګيله/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

کوم يوظالم دې دمنزل وره ته ژورې راوړې
ولې غلط شوې کوم ناځوان درته ډالرې راوړې

دستاجفاپکې له ورايه ځليده رهبره
نن مې له قبره دشهيديوڅوډبرې راوړې

کاشکې يوڅه موده نورهم روژه په خوله وايې پاتې
کوم دوکمارپه مازديګردرته شکرې راوړې

نن يې دربارته په ټيټ سرلاس په نامه ولاړدى
چې يې پرون دچاله خونې نه ککرې راوړې

نن ورته توره ږدې په ځمکه درنه هيرشوپرون
چې غنيمت دې له همدې کلانه زغرې راوړې

دمدينې عهديې يادوه لاتراوسه پورې
نن مې له کلي دجانان څخه کوترې راوړې

دپروني پزي تقوادې نن پالنګ وخوړه
ياره دوکې دې ښې په تول کې برابرې راوړې

پيغوريې مه ګڼه لږفکريې په تورو وکړه
درته زړه سوي نه حسيني ترخې خبرې راوړې

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Tahir Khan
میلمه
Tahir Khan

ځني خلک غواړي چي افغانستان کي تل جنګونه وي او د هغوي کارونه روان وي ځکه چي د دوي په جنګ کي ګټه ده.

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

ولي دمسلمانانو دقسمت فیصله به هرځاى امریکا کوی،په۹۵سلنه افغانستان د امن بيرغ چا رپاند کړي وو،جنګ چا راوسته،امن چا بربا د کړو،داسي معلوميږي چې دغلام ذهنيت پيدا وار ورځ تربلې سواکيږی،