افغانستان

پوليس د کابل-کندهار په سرک له تيرېدونکو موټرو پيسې اخلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغه ۱۷، ۱۳۹۵۵ل): له کندهار نه کابل ته د غزېدلې لارې پر سر ټولې پوستو له هغو باروړونکو موټرو پيسې اخلي چې له هرات، فراه او يا له کندهاره په دې لاره د غزني يا کابل په لور ځي.

د موټر چلونکو له قراره پوليس ورنه پيسې اخلي او که پيسې ورسره نه وي بيا په موټر کې بار خوراکي/سون توکي ترې وړي.

د دې لارې يو تن موټروان رحيم الله وايي چې له فراه څخه حرکت وکړو، هره پوسته رانه پنځه زره، څلور زره، دوه زره او يا زر افغانۍ غواړي، دی وايي که دا پيسې ورنکړو بيا مو موټر د څو ورځو لپاره په پوسته کې دروي.

دغه راز د عبدالخالق په نوم يو موټروان وايي چې ډير يې په عذاب کړي، (وهي مو، کنځلې راته کوي او پيسې را نه اخلي)

د کندهار-کابل لاره يوازينۍ لاره نه ده چې پوليس پکې له تيريدونکو موټرو اخاذي کوي، بلکه د ولاياتو تر منځ د ټولو غزيدو لارو پر سر پرتې پوستې دغه کار ترسره کوي، چې خلک يې له مشکلاتو سره مخ کړي.

موټروانان شکايت کوي چې دوی ايله دومره ګټي چې پوليس يې ترې واخلي او حتی يو موټروان وايي ډير کله داسي پيښيږي چې په تيلو مصرف شوې پيسې له جيبه ورکوو.

څه وخت وړاندې د لويو لارو د مسافربري اتحاديو د پوليسو د باج اخيستو له امله کاري اعتصاب کړی و چې هغه وخت ورسره اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وعده وکړه چې دې کار ته به ژر د پای ټکی کيږدي خو اوس ليدل کيږي چې پوليس لا هم له خلکو پيسې اخلي او زوروي يې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x